1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پوځي عملياتو ۴۰۰۰ کورنۍ بې ځايه کړي

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي، چي شاوخوا 28000 کسانو د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي څخه وروسته له هغي بيځايه کيدو ته اړ سوي چي د پاکستاني پوځ هلته پوځي عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/11pi1
«450 کورنيو په ځينو ښونځيو او نورو دولتي ودانيو کي د ځان له پاره سرپناه برابره کړې»
«450 کورنيو په ځينو ښونځيو او نورو دولتي ودانيو کي د ځان له پاره سرپناه برابره کړې»انځور: AP

وروسته له هغه چي د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوځ د «کورم» په سيمي کي د «تروريستانو» په وړاندي پوځي عمليات پيل کړل، په زرګونه کورنۍ، د سيمي څخه تښتيدلو ته اړ سول.

پاکستاني پوځي چارواکو ويلي چي په دغو عملياتو کي يې له جيټ الووتکو او توپونو څخه کاراخيستی.

په سيمي کي د پاکستان د حکومت يو چارواکي، صاحب زاده انيس، ويلي چي له دغه ځای شاوخوا 4000 کورنۍ چي هره يوه يي شاوخوا اته غړي لري تېښتي ته اړي سوي.

Pakistan Flash-Galerie
انځور: AP

هغه زياته کړي چي دغه وضعيت، انديښنه رامنځ ته کړي چي کيدای سي د پاکستان حکومت د دغه شمېر بي ځايه سويو کسانو سره په مرستو کولو کي پاته راسي.

انيس وايي چي څه نا څه 450 کورنيو په ځينو ښونځيو او نورو دولتي ودانيو کي د ځان له پاره سرپناه برابره کړې. هغه زياته کړي چي پاته بيځايه سوي کورنۍ د خپلو خپلوانو کره تللي او دا ټول اوس مرستو ته اړتيا لري.

«موږ به دې ته وهڅيږو چي بيځايه سويو کسانو ته خواړه او نور ضروري توکي برابر کړو. په همدې حال کي به د پاکستان پوځ په دې هڅه کي وي چي په سيمه کي امنيت او ثبات ټينګ کړي ترڅو دغه کسان وسي کولای يو ځل بيا خپلو کورونو ته ستانه سي.»

Pakistan Flash-Galerie
انځور: AP

تردې د مخه مرستندويو سازمانونو ګواښ کړی و، چي دغه جګړه به ډيری کسان له سيمي څخه بيځايه کيدو ته اړ کړي. دغو سازمانونو ويلي وه چي له دغه وضعيت سره د مقابلي له پاره ډيرو امکاناتو ته اړتيا ليدل کيږي.

د پاکستان د پوځ يو وياند، اتحرعباس، ويلي چي د په لاره اچول سوي عملياتو په ترڅ کي به سيمه د «تروريستانو» څخه پاکه سي. هغه ويلي چي دغه کسان د خلکو په وژلو، برمته کولو، د ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو او نورو تروريستي کارونو کي ښکيل دي.

د پوځ دغه وياند ويلي چي د عملياتو په ترڅ کي به په سيمه کي د «تروريستانو» لخوا تړل سوی واټ پرانيستل سي.

هغه زياته کړې چي دغه عمليات د سيمه ييزو اوسيدونکو او مشرانو د غوښتونو په پايلي کي په لاره اچول سوي.

Pakistan Flash-Galerie
انځور: AP

پاکستاني پوځ په دغه سيمه کي خپل وروستي عمليات په 2009 کال کي په لاره اچولي وه. که څه هم د اوسنيو عملياتو د په لاره اچولو څخه دوې ورځي تيريږي، خو لا اوس هم د دغوعملياتو د تلفاتو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل سوي.

پاکستاني پوځ په دغه هيواد کي د طالبانو په وړاندي څو واري عمليات تر سره کړي. خو د امريکا د متحده ايالاتو د فشارونو سره سره تر اوس لا په شمالي وزيرستان کي د حقاني ډلي په وړاندي عمليات نه دي تر سره کړي.

وروسته له هغي چي امريکايي پوځيانو د پاکستان په زړه کي د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن، وواژه، پر پاکستان فشار ډير سوی، چي په خپله خاوره کي د ياغيانو او ترورستانو په وړاندي پوځي عمليات په لاره واچوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل