1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان: يو بهرنی وګړی دين ته د سپکاوي په تور وژل شوی

۱۴۰۰ آذر ۱۲, جمعه

د پولیسو د رپوټونو پر اساس په پاکستان کې یو ډله قهريدلو خلکو يو سريلنکايي وګړی اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی دی. پېښه په پنجاب ایالت کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/43nCL
Lynchmord an einem Mann aus Sri Lanka in Sialkot, Pakistan, wegen Blasphemie
انځور: Shahid Akram/AP/picture alliance

د پاکستان د سيالګوټ سيمې چېرې چې نن، جمعه دا پېښه رامنځته شوې ده، د پوليسو مشر ارمغان ګوندل وويل چې د يوې کارخانې کارکوونکو وژل شوی تن د هغه پوستر په سپکاوي تورن کړی وو چې د اسلام د پيغمير نوم پرې ليکل شوی وو.

ګوندل وويل چې د لومړيو معلوماتو له مخې دغه سریلنکايي وګړی د قهريدلو کسانو له خوا په کارخانه کې دننه وژل شوی دی. خو د پوليسو يوه بل سیمه ایز مشر سعيد ملک بيا ويلي چې پوليس په دې اړه پلټنې کوي چې څه باعث شول چې قهريدلو کسانو دغه تن وواژه. زياته شوې چې د وژل شوي تن جسد د عدلي طب معايناتو له پاره روغتون ته ليږدول شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې خلک د دغه تن مړی چې ډېر تشدد پرې شوی دی، د فابريکې دباندې کش کوي.

په پاکستان کې د قهرجنو کسانو له خوا دين په سپکاوي د تورنو کسانو پر وړاندې دا ډول بريدونه ډېر عام دي خو پر بهرنيو وګړو دا ډول بريدونه ډېر کم دي.

دين ته سپکاوی په پاکستان کې د مرګ سزا لري. د بشري حقونو نړيوال او کورنۍ ټولنې تل وايي چې دين ته د سپکاوي تورونه زياتره وخت د مذهبي لږکيو د ځپلو او ويرولو او شخصي موخو له پاره لګول کیږي.    

ب. ص/ ک. ص (APE)