1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ولې يوې جوړې خپله اووه کلنه کارکوونکې وژلې؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د پاکستان د راولپنډۍ ښار اوسيدونکې يوې جوړې خپله اووه کلنه کارکوونکې احتمالاً په وهلو ټکولو وژلې ده. دغه ماشومې د مالک طوطيان له پنجرې آزاد کړي ول.

https://p.dw.com/p/3dBVx
Venezuela Menschen suchen Spaß im Chaos Holy Week Tradition
انځور: Reuters/I. Alvarado

د تازه معلوماتو په حواله دغه ښځه او ميړه چې پر ماشومې ېې احتمالاً تشدد کړی دی او هغه یې وژلې ده، اوس د پوليسو له خوا نيول شوي دي. د زهره شاه په نوم دې نجلې د دغه جوړې په کور کې کاوه.

تر دې پېښې وروسته په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنيو د «جسټس فار زهر شاه» يا د «زهر شاه له پاره عدالت» هیش ټيگ ډېر لاس په لاس کيږي. د زرار کهوړو په نوم يوه پاکستاني ژورنالست په دې اړه وويل: «له دې وجې د يوې ماشومې وژل چې گران بيه طوطيان یې آزاد کړي، په موږ هر يوه کې شيطان پټ دی.»

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په حواله هغه جوړه چې پر دې ماشومې یې تشدد کړی دی د راولپنډۍ په يوه ډېره معتبره سيمه بحريه ټاون کې اوسي. کارگره نجلۍ د پنجاب د مظفر گړ سيمې اوسيدونکې وه او څلور مياشتې تر مخه د دې جوړې پر يوه کوچني ماشوم د پام کولو له پاره غوښتل شوې وه. کله چې تر وهل ټکول کیدو وروسته د دې ماشومې وضيعت ډېر خراب شوی وو نو د کور مالک هغه په روغتون کې پریښي وه. وروسته بيا د روغتون عملې پوليسو ته خبر ورکړی وو.

د پاکستاني رسنیو په حواله دغه ماشومه ځکه وهل ټکول شوې وه چې د مالک گران بيه طوطيان یې له پنجرې آزاد کړي ول. زیاته شوې چې د ماشومې کورنۍ د عدالت غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعالې ثمر من الله وويل: «هغه خلک چې ځان زړه سواند بولي او بيا هم له ماشومانو کار اخلي او د کارکوونکو په توگه یې گماري، هغوی بايد د دې ماشومانو ميندو او پلرونو ته هم کارونه ورکړي. ماشومان ځکه د خدمو په توگه گمارل کيږي چې هغوی غږ نه لري او ناوړه گټه ترې پورته کيدلی شي.»

د تويتر يوې کاروونکې سحر ليکلي دي: «په پاکستان کې شتمن قشر ماشومانو ته د «ارزان بيه کارگرانو» په سترگه گوري او له هغوی څخه کار اخلي.»

د لمز پوهنتون يوې استادې ندا کرماني هم پر دې پېښه سخته خواشيني څرگنده کړې ده. نوموړې وويل: «له ماشومانو کار مه اخلئ. دا پر هغوی ډېر ظلم دی. د هغوی والدينو ته کار ورکړئ څو هغوی خپل اولادونه ښوونځي ته وليږدولی شي. د نورو له اولادونو سره داسې چلن وکړي لکه د خپلو اولادو سره چې یې کوئ.»

دويچه ویله اردو