1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي ملا برادر آزاد کړي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه هیواد غواړي په روانه میاشت کې د طالبانو پخوانی دوهم کس ملا عبدالغني برادر، له زندان څخه آزاد کړی. په دې سره پاکستان غواړي د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/19fav
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف مشاور سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف مشاور سرتاج عزیزانځور: picture-alliance/dpa

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف مشاور سرتاج عزیز، له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۰) ویلي دي: «موږ په پرنسیپ کې د هغه [ملا برادر] له آزادۍ سره موافقه کړې ده. اوس د هغه د آزادیدو د وخت په اړه بحثونه روان دي. هغه به ډیر ژر آزاد شي [...] زه فکر کوم چې دا کار به په همدې میاشت کې ترسره شي.»

افغانستان او امریکا متحده ایالات تل پر پاکستان باندې فشار راوړي چې له کابل سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي. ویل کیږي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پټنځایونه لري او له همدې کبله دغه هیواد کولای شي چې د سولې د خبرو اترو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مهم نقش ولوبوي.

د ملا برادر د آزادیدو له پاره افغان حکومت ډیري هڅې کړي دي. افغان او امریکايي چارواکي په دې اند دي چې د طالبانو دغه غړی کولای شي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او ددغه هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د کابل حکومت او د هغه د وسلواله مخالفینو تر منځ سوله وشي تر څو افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جگړو په لور ولاړ نه شي.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. ملا برادر د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر، نزدې ملگری بلل کیږي. داسې هم ویل کیږي چې ملا عبدالغني ته د «برادر» لقب هم پخپله ملا عمر ورکړی دی.

عزیز روښانه کړه چې ملابرادر به تر آزادیدو وروسته افغانانو ته و نه سپارل شي بلکي په پاکستان کې به آزاد شي. دغه پاکستاني چارواکي وویل چې دا مهمه خبر ده چې د طالبانو آزاد شوي قوماندانان تر آزادیدو وروسته له خپلو ملگرو سره د اړیکې ټینگولو چانس ولري. غزیز وویل: «کرزي غوښتل چې هغه [ملا برادر] دې افغانستان ته ولاړ شي. خو موږ داسې فکر کوو چې د دې له پاره چې دغه کسان د سولې په بهیر کې مثبت نقش ولوبولای شي باید هغوی د خپلې شورا او مشري د غوښتنو پر اساس اقدامات وکړي.»

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي، د ملا برادر د آزادیدو هرکلی کړی دی. هغه ویلي دي: «د ملا برادر آزادیدل زموږ له پاره ډیر مهم دي ځکه هغه د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.»

تر دې مخکې پاکستان د ملا برادر له آزادولو او افغان حکومت ته د هغه له سپارلو څخه ډډه کوله. ښايي د پاکستان له خوا د برادر د آزادولو پریکړه پاکستان ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر پایله وي.

د شنبې په ورځ هم پاکستان يو شمیر طالبان له بنده آزاد کړل، خو دغه کسان هم افغان حکومت ته و نه سپارل شول. افغان حکومت له دې کبله څو وارې پاکستان ته شکایت کړی دی، ځکه په ډیرو مواردو کې آزاد شوي طالبان د دې پر ځای چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، بیرته د طالبانو له لیکو سره یوځای کیږي او د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

خو عزیز دغه خبره ردوي او وایي چې پاکستاني ځواکونه تر آزادیدو وروسته هم طالبان څاري او اجازه نه ورکوي چې هغوی یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړي: «موږ هغوی څارو او دې ته متوجه یو چې هغوی کومو ځایونو ته ورځي.» عزیز روښانه کړه پاکستان آزادو شویو طالبانو ته اجازه ورکوي چې له خپلې مشرتابه سره اړیکه ټینګه کړي.

عزیر ټینګار وکړ چې پاکستان غواړي په دې سره د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او یاغیان د کابل له حکومت سره د خبرو اترو چانس ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب