1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د یوه موټر په چپه کیدو کي ۲۴ کسان مړه سوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

د پاکستان په یوه غرنۍ سیمه کي سیند ته د یو پیک اپ موټر د لویدو په پيښه کي تر شلو ډیر کسان مړه سوي چي په منځ کي یې ۱۱ کوچنیان هم ول.

https://p.dw.com/p/3Ope1
Pakistan Kunst auf Lastkraftwagen
انځور: Reuters/C. Firouz

د پولیسو په حواله دغه پيښه د جمعې په ورځ (د اگست ۳۰ مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په یوه غرنۍ سیمه کي هغه وخت رامنځته سوه کله چي د یوه فامیل غړو غوښتل یوه واده ته ولاړ سي. د هغوی په خبره دغه پیک اپ موټر ډیر ډک ؤ. خو د پيښي پر وخت اتو تنو وکولای سول، له موټر څخه ځانونه وغورځوي او وژغورل سي. د دغي پيښي د رامنځته کیدو علت تر اوسه پوري معلوم نه دی.

Pakistan Rikscha
انځور: picture alliance/dpa/ZUMAPRESS.com

په پاکستان کي دغه ډول ترافیکي واقعې هر وخت رامنځته کیږي ځکه چي ترافیکي مقررات او امنیتي تدابیر اکثرأ له پامه غورځول کیږي. د بلي خوا یې ډیر سړکونه کنډ و کپر دي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 25.02.2017)