1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د کرکيټ افغان لوبډله وستايله

احمد ولي اڅکزی/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۸, دوشنبه

د پاکستان د کرکيټ د ملي لوبډلي کپيتان محمد حفيظ په شل اوريزو لوبو کي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله ستايلې ده. حفيظ وايي چي افغانان د کرکيټ په ډگر کي د پرمختگ په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/1AVNv
انځور: DW/T:Saeed

محمد حفيظ ويلي دي چي د افغانستان د کرکيټ لوبډله چي په لومړي وار يې په شل اوريزه لوبه کي له پاکستان سره بازي وکړه، د پرمختگ په حال کي ده. کپيتان حفيظ زياته کړې ده چي د افغان لوبډلې سپورټي مبارزه د ستايلو وړ ده.

د دواړو لوبډلو تر منځ د يکشنبې په ماخستن د عربي اماراتو په شارجه کي د «ټي شل» يوه لوبه تر سره سوه. د لوبي په پيل کي د افغان لوبډلي له خوا پاکستان ته د ۸ لوبغاړو په سوځولو سره د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. دا چي پاکستان به دغه هدف ته ورسېږي او که نه د لوبي د وروستي اور تر وروستي توپه پوري ناڅرگنده وه. پاکستان ته لا د ۶ منډو هدف پاته وو چي دولت ځدران بايد وروستی اور کړی وای. بالاخره پاکستان په وروستي توپ خپل هدف ته ورسېد.

حفيظ د پاکستان له خوا د لوبي تر گټلو وروسته وويل: «د ښې لوبي کريډيټ د دوی (افغانانو) په برخه دی، ځکه چي لوبه يې تر وروستي اور پوري وغځوله.» هغه زياته کړه: «دوی په خپل زحمت سره ځان ته دغه مقام گټلی دی چي اوس دوی گټه ځني اخلي. زه باور لرم چي دوی به له خپلو غلطيو څخه هم زدکړه وکړي.»

د افغانستان د کرکيټ لوبډله په دې توانېدلې ده چي د کرکيټ په نړيوالو لوبو کي خپل ځان ته ډېر ژر ځای پيدا کړي. په ۲۰۱۴ کال کي د شل اوريزو لوبو نړيواله سيالي په بنگله دېش کي تر سره کېدونکي دي. د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي هم دغو لوبو ته لاره موندلې ده.

افغان لوبډلې په اول وار پنځوس اوريز نړيوال جام ته هم لاره موندلې ده. دغه سيالۍ به په ۲۰۱۵م کال په آسټراليا او نيوزيلاند کي تر سره سي.

د پاکستان لوبډلي کپيتان حفيظ ويلي دي چي افغان لوبډله تر هغه وخت ډېره تکړه سوې ده، کله چي يې په لومړي وار له پاکستان سره يوه ورځنۍ نړيواله لوبه وکړه.

دغه لوبه يو کال مخکي په شارجه کي تر سره سوې وه چي پاکستان وگټله. حفيظ وويل: «زه تاسو ته ويلای سم چي دوی پرمختگ کړی دی، ځکه چي هغومره منډي چي دوی غوښتلې جوړي يې کړې. دوی وروسته توپ هم په داسي توگه اچوی چي موږ يې په وروستي اورونو کي و څلوريزو او شپږيږو ته هيڅ نه پرېښودلو.»

د افغانستان راتلونکې لوبه به له آيرلېنډ سره په دوبۍ کي وي.