پاکستان د پوليو ناروغۍ ضد واکسين سرتاسري کمپاين درولی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبهاستوشتيد پريس له اسلام آباده په خپل رپوټ کې ليکي چې پاکستان کې د همدا روانې اوونۍ په ترڅ کې يو روغتيايي کارکونکی او دوه تنه پوليس چې روغتيايي کاروکونکي يې بدرګه کول، د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د پاکستان روغتيايي چارواکو تر دغو وژنو وروسته اعلان وکړ چې د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسين سرتاسري کمپاين يې په ټول هيواد کې درولی دی.
پاکستان د نړۍ يو له هغو درو هيوادونو څخه دی چې تر اوسه په کې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ نښې نښانې موجودې دي. دوه نور هيوادونه افغانستان او نايجريا دي.
د پاکستان په ځينو برخو کې د وسله والو ډلو د ګواښونو سربيره په خلکو کې هم د پوليو واکسين پر وړاندې ژور مخالفتونه شتون لري. دغه اختلافات د دې سبب واقع شوي چې په دا ډول سيمو کې ډیری والدين خپل ماشومان له واکسين کولو منع کړي.
چارواکي وايي روانه اوونۍ په درو بيلابيلو پيښو کې د پوليو واکسيناتوران او هغه پوليس چې د واکسيناتورانو امنيت تامينوي د نامعلومو وسله والو له خوا په نخښه شوي دي. چارواکي وايي دغه پيښې له افغانستان سره نژدې په لرو پرتو کليوالو سيمو کې رامنځ ته شوي دي.
پاکستان د شنبې په ورځ د پوليو ناروغۍ ضد د عمومي کمپاين د درولو اعلان په داسې حال کې وکړ، چې د دغه هيواد په شمال ختيځ ايالت خيبر پښتونخواه کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ دوه تازه پيښې ثبت شوي دي.
AP/ م ک ص/ م ص