1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د مرستو د قطع کیدو موضوع له مایک پمپیو سره څیړي

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

پاکستان پتېيلې ده چې دغه هیواد ته د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال د ۳۰۰ ميليونه ډالرو قطع کړل شوو مرستو موضوع مطرح کړي. پاکستان پر دې ټینګار کوي چې دغه پیسې کومه مرسته نه وه.

https://p.dw.com/p/34D2t
Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/dpa/Yonhapnews Agency

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د یکشنبې په ماښام (۲۰۱۸م کال د سپتمبر دوهمه) ویلي دي: «۳۰۰ میلیونه ډالره کومه مرسته نه ده. دا هغه پیسې دي چې پاکستان د خپلو منابعو په واسطه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې لګولي دي، او دا پیسې باید موږ ته بیرته راکړل شي.»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امريکا پوځ پاکستان ته ځانګړي شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته د یاغي ډلو پر وړاندې د قاطع اقداماتو د نشتوالي له کبله ځنډولې او دغه پیسې به د نورو موخو له پاره وکاریږي. دغه پریکړه اسلام آباد ته د امريکا متحدو آیالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سفر په درشل کې شوې ده.

شاه محمود قریشي د پېنتاګون دغه پریکړې ته محتاطانه غبرګون ښوولی او ویلې یې دي چې پاکستان به اسلام آباد ته د پمپیو د سفر په ترڅ کې دغه موضوع راپورته کړي. په پام کې ده چې د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته سفر وکړي.

د رپوټ له مخې د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره د امريکا د بهرنیو چارو وزیر او همداشان د لوی درستیز جنرال جوزف دنفورد ملاقات هم پلان شوی دی.

د متحدو ایالاتو چارواکي له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره پخپله خاروه کې طالب یاغیانو ته د پټنځایونو په ورکولو تورونوي. خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلې اړیکي د روان میلادي کال په پیل کې هغه وخت نورې هم خړې پړې شوې چې د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ترهګرۍ پر ضد نړیواله مبارزه کې پاکستان په درواغو او فریب ورکولو تورن کړ.

په جنوري میاشت کې د امريکا متحدو آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پر پاکستان باندي ټولي مرستي تر هغه وخته پوري بندي وي، څو یې په خپله خاوره کې د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه نه وي اخیستي.

زموږ له آرشیف څخه: