1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تبلیغي جماعت زرګونو کسان قرنطين کړي دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

پاکستاني چارواکو په زرګونو تبلیغیان چې ممکن د تبلیغي اجتماع پر مهال د کرونا پر ویروس اخته شوي وي، قرنطين کړي دي. د لاهور په اجتماع کې د زرګونو نورو ګډون کونکو پسې لټون روان دی.

https://p.dw.com/p/3aXYs
Pakistan Raiwind muslimische Pilger
آرشیف انځورانځور: imago images/Pacific Press/R.S. Hussain

په مارچ میاشت کې د تبلیغي جماعت تر يو لک ډیر کسان په لاهور کې د دغې مذهبي ډلې په لوی اجتماع ریونډ مرکز کې راټول شوي ول.

د تبلیغي جماعت ویاند عبدالوحید، ویلي دي چې د دې ډلې شاوخوا ۴۰ زره کسانو په تر اته کسیزو ډلو کې د ټول هیواد په کچه مختلفو جوماتونو ته ورغلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د تبلیغي جماعت شاوخوا ۲۰ زره کسان د دغه هیواد په مختلفو ایالتونو کې قرنطين شوي دي.

د سند ایالت د اطلاعاتو وزیر مرتضی وهاب ویلي دي چې د دغې ډلې په سلګونه تنه چې د لاهور په اجتماع کې یي ګډون کړی وو او وروسته بیا د دغه هیواد نورو سیمو ته تللي او هلته یې له خلکو سره لیدلي، د کرونا پر ویروس ککړ تشخیص شوي دي.

که څه هم چارواکو تبلیغي جماعت ته خبرداری ورکړی وو چې په لاهور کې دې خپل اصلي مرکز تخلیه کړي، خو اوس هم شاوخوا ۲۲۰۰ تنه تبلیغیان هلته موجود دي.