1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۶ کسان وژلي

شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ خرداد ۲۲, پنجشنبه

په پاکستان کې سږ کال د بې پيلوټه الوتکې په لومړي برید کې چې په شمالي وزیرستان کې ترسره شوی دی لږ تر لږه ۱۶ تنه شکمن ترهگر ووژل شول. په دې هیواد کې د بی پیلوټه الوتکې وروستۍ برید د تیر کال په دسمبر میاشت کې شوی وو.

https://p.dw.com/p/1CH51
انځور: Getty Images

د فرانس پریس خبري آژانس د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي دي چې تیره شپه د بې پیلوټه الوتکو د دوو بیلابیلو بریدونو په پایله کې د شمالي وزیرستان د درگاه منډی سیمه په نښه شوې وه.

دغه دوه بریدونه په داسې حال کې شوي دي چې د همدې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د سند په ایالت کې د کراچې پر نړیوال هوای ډگر د ترهگریز برید په پایله کې د ۱۰ تنو برید کوونکو په گډون ۳۷ کسان ووژل شول.

د پاکستان پر حکومت هم فشار مخ پر ډیریدو دی ترڅو د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو پرضد ځمکني پوځي عملیات پيل کړي. دا خبره مهمه ده چې د پاکستان هوايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ هم په شمالي وزیرستان کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې ۲۵ تنه شکمن ترهگر ووژل شول.

د روانې اونۍ په پیل کې د کراچۍ د هواې ډگر په پيښه کې د لسو تنو ترهگرو په گډون ۳۷ تنه وژل شوې ول. د سیمه ییزو سرچینو په حواله د درگاه منډي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکې په یو ساعت کې دوه واره برید وکړ. د بې پیلوټه الوتکې تر لومړي برید ورسته کله چې یاغیان د خپلو ملگرو د را ایستلو په کوښښ کې شول همدې الوتکې یو وار بیا برید کړی دی.

له درگان منډۍ څخه لس کیلومتره لیري په میران شاه کې یوه سیمه ییز امنیتي کارکونکي ویلي دي چې لومړی برید پر یوه موټر چې چاودیدونکي مواد په کې بار ول او شپږ تنه شکمن ترهگر هم په کې سپاره ول ترسره شوې دی. دغه امنیتي کارکونکي د خپل نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسي خبرې آژانس ته ویلي دي چې«په وژل شویو ترهگرو کې څلور تنه ازبک او دوه تنه پنجابیان شامل ول.»

یوه بل لوړپوړي امنیتي چارواکي د دغو بریدونو د تاییدولو ترڅنگ ویلي دي چې د لومړي برید د ترسره کیدو وروسته چارواکو د طالبانو یو مخاتراتي پيغام واورید، په دغه پيغام کې ویل شوې ول: «د برید ځای ته ولاړ شئ، د ژوندي کسانو د ژغورنې کوښښ وکړی او د مړو جسدونه وباسي.»

تر دغه پيغام وروسته په همدې ځای کې بې پیلوټه الوتکې یوه بله حمله هم وکړه. یوه دولتي کارکوونکي د فرانسي خبري آژانس ته وویل چې بې پيلوټه الوتکو ټوله شپه پر دغې سیمې پرواز کړی دی.

په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو وروستی برید د ۲۰۱۳ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۵ نیټه شوې وو چې په ترڅ کې یې درې تنه شکمن ترهگر وژل شوې وو. په هغه وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوبا څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د برلیتوب له پاره دې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

په ښکاره ډول د اسلام آباد حکومت دا ډول بریدونه غندي او وايي چې دا د پاکستان د خپلواکمنې پر خلاف کار دی خو په تیرو وختونو کې د یو شمیر محرمو اسنادو له خپریدو څخه داسې معلومیږي چې دواړه هیوادونه په پټه د دا ډول بریدونو پر ترسره کولو توافق لري.

د فرانس پریس خبري آژانس د ارقامو پر اساس له ۲۰۰۸ کال را په دېخوا په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ انسانان د بی پيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوې دي. منتقدین وايي چې په دغو بریدونو کې ډیر شمیر ملکي وگړي هم وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب