1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ایراني تښتول شوو سرتیرو د پلټنې عملیات پیل کړل

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي تهران ته ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو د ایران د سرحدي پولیسو د ۱۱ تښتول شوو سرتیرو د موندلو هڅې پیل کړي دي. دغه سرتیري د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان او ایران په پوله تښتول شوي وو.

https://p.dw.com/p/36lAy
Iranische Revolutionsgarde
انځور: AP

  

د پاکستان له لوري د ایراني سرتیرو د ځای موندلو په هکله د هڅو تر پیل وړاندې، د ایران سپاه پاسدران ډلې په خپله یوه خپره شوې اعلامیه کې چې د ایران پر دولتي تلویزیون خپریدله ویلي چې د سیستان- بلوچستان ولایت په میرجاوه کې ياغيانو د دوی ځیني غړي تښتولي دي.

په عین حال کې رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې بیا لیکلي وو چې چې سپاه پاسداران، د تښتول شوو کسانو شمیر نه دی ښوولی خو تر دې دمخه د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا، د یوه دولتي چارواکي له قوله چې نوم یي نه دی اخیستل شوی رپوټ ورکړی وو چې د سهار د څلورو او پنځو بجو په شا او خوا کې ۱۴ تنه تښتول شوي دي.

تر دغې پیښې وروسته، پاکستان تهران ته د ایراني لادرکه سرتیرو د ځای موندلو په هکله د خپل هیواد د هڅو ډاډ ورکړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د تلیفون له لارې د خپل هیواد د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د پوځ جګپوړي جنرالان او د ایران چارواکي [د ایراني سرتیرو د موندلو له پاره] نږدې اړیکې ساتي او د موندلو هڅې یو له بل سره همغږې کوي. د اعلامیې په حواله په دې هڅو کې د هوا له لارې څار او د ایران او پاکستان په ګډه پوله په هغه سیمه کې چې دغه پیښه رامنځ ته شوې، د سرحدي پولیسو د لا ډیرو ځواکونو ګمارل شامل دي.

تهران ویلي چې د دوی د سرحدي پولیسو ۱۱ غړي د تیرې سه شنبې په ورځ د «اکتوبر میاشتې په ۱۶ نیټه» د پاکستان پولې ته څیرمه تښتول شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې مسئولیت نه دی منلی خو ایراني رسنیو د دغه کار مسئولیت د جیش العدل په نامه په القاعده شبکې پورې تړلې یوې ډلې ته راجع کړی دی.