1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان: د امریکايي وګړي برمته کونکي داعشيان مو وژلي

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي وویل چې امنیتي ځواکونو د جنګیالیو پر یوه پټنځای چاپه وهلې چې په پایله کې یې له القاعدې شبکې سره اړیکه لرونکي د داعش ډلې دوه هغه جنګیالي وژلي چې یو امریکايي یې تښتولی وو.

https://p.dw.com/p/3BZzd
Pakistan Lahore Anti-Terror-Einsatz
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۱۵ نیټه) په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې د هیواد امنیتي ځواکونو یې د پاکستان په ختیځه برخه کې د جنګیالیو پر یوه پټنځای چاپله وهلې چې په پایله کې یې له القاعدې شبکې سره اړیکي درلودونکي د داعش دوه تنه هغه غړي وژلي چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د وارن واینشټاین په نامه یو امریکايي وګړی تښتولی وو.

د پرمختیايي چارو امریکايي کارمند په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان له لاهور ښار څخه تښتول شوی وو او بیا وروسته په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه د بې پیلوټه الوتکې په یوه اشتباهي هوايي برید کې ووژل شو.

د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد له څانګې څخه رای طاهر په یوه اعلامیه کې د وژل شوو جنګیالیو د هویت په هکله معلومات خپاره کړي. په اعلامیه کې عدیل حفیظ او عثمان هارون هغه جنګیالي معرفي شوي چې یاد امریکايي وګړی یې تښتولی وو. په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې دواړه جنګیالي د پنجاب ایالت په فیصل آباد ښار کې تر یوې شدیدې وسلوالې نښتې وروسته ووژل شول.

طاهر ادعا کړې چې وژل شوو جنګیالیو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د زوی علي حیدر په تښتونه کې هم لاس درلود. علي حیدر په ۲۰۱۶م کال کې د امریکايي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې په افغانستان کې د تښتونکو له منګولو څخه وژغورل شو.

داسې انګیرنې موجودې دي چې د القاعدې شبکې ګڼ شمیر پخواني غړي اوس له داعش ډلې سره یوځای شوي. د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد د څانګې غړي طاهر همدا راز وویل چې وژل شوو جنګیالیو تر دې وړاندې هم ځینې بریدونه پلان کړي وو خو د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې وژل شوي جنګیالي د ګڼ شمیرو نورو پیچلو جرمونو سربیره په وروستیو کلونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو چارواکی هم وژلی وو.