1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان کډوالو د اوسیدو موده وغځوله

افغان کډوال، ضرب الاجل، بيرته ايستل، غځېدل۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې لومړي وزیر نواز شریف، په پاکستان کې میشت هغو افغانانو ته چې راجستر شوي دي، د روان کال تر پایه پورې په خپل هیواد کې د پاتېدو اجازه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/1JGhR
انځور: AP

د پاکستان د حکومت ویاند نفیس ذکریا، ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې شاوخوا درې میلیونه افغانان میشت دي چې شوخوا نیمایي ثبت نه دي.

پاکستان تر دې مخکې د روانې میاشتي ۳۰ نیټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلی وو چې تر هغه وروسته به افغانان په ډله ايزه توگه اجباري اخراج کړي. خو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د پاتیدو د مودې غځولو پریکړه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې یا UNHCR تر غوښتنې وروسته وشوه.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د خپل هیواد چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې ژر تر ژره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې او افغان حکومت سره خبري وکړي چي په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه کرار کرار افغانستان ته انتقال کړي.

شریف په خپله بیانیه کې ویلي دي: «د کمپونو د لیږد د اسانولو او د ښه نیت ښوولو له پاره، پاکستان ژمنه کوي چې د درو کلونو له پاره افغانستان ته د لیږدول شويو کمپونو له پاره غنم پرته له کوم مصرف څخه چمتو کړي.»

افغانستان هم د ضرب الاجل د غځولو هرکلی کړی دی خو د دغه هیواد د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، ویلي دي چې هغه غواړي دغه ضرب الاجل د ۲۰۱۷م کال تر دسمبر میاشتې پوري وغځول شي.

هغه همداراز د پاکستان پر پولیسو باندي د افغان کډوالو د زوروني له کبله نیوکه وکړه او ویې ویل چې پاکستان باید د ټاکل شوې نیټې تر پای ته رسیدو پورې افغان کډوال اخراج نه کړي.

له بلې خوا د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیشن فلیپو ګراندي، په روانه اوونۍ کې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې هغه افغان چې پخپله خوښه د ملګرو ملتونو د پروګرام په ترڅ کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي، د ۲۰۰ ډالرو مرستو پر ځای به ۴۰۰ ډالر مرستې ترلاسه کړي.