1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پاکستان د افغان دیپلومات په وژنه تورن کس افغانستان ته سپاري

۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کراچۍ کې د افغانستان د قنسلګري د دریم سکرتر محمد ذکي عبده، په وژنه تورن کس افغانستان ته سپارل کیږي.

https://p.dw.com/p/3Bpsm
Symbolbild Festnahme Flüchtling
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

عبده نزدې دوه کاله وړاندې د قنسلګري د یوه ساتونکي له خوا ووژل شو. اوس دغه کس د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته سپارل کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغانستان ته د دې کس تر سپارل کیدو وروسته به له هغه څخه څیړنې پیل شي.

د محمد ذکي عبده تر وژل کیدو وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې یو کس یې د پیښې په تړاو نیولی  او زندان ته یې اچولې دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله مجددي، دویچه ویله ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: «پلان شوې ده چې په کراچۍ کې د افغان دیپلومات شهید صبغت الله مجددي، قاتل د افغانستان اسلامي جمهوریت ته وسپارل شي.»

احمدي روښانه کړه چې افغان حکومت به له دې شکمن کس څخه څیړنې وکړي چې د وژل شوي دیپلومات د قتل په اړه نه ځواب شوي پوښتنې، حل شي.

هغه وویل: «تر اوسه پورې نه پوهیږو چې [د قتل] انګیزه څه وه ځکه شکمن کس له پاکستانیانو سره وو او موږ ترې پوښتنې نه شوای کولی. زموږ څیړنې به تر دې وروسته پیل شي چې د دغه دیپلومات د وژنې په اړه پوښتنې ځواب شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې شکمن کس چې تر اوسه پورې هم د پاکستان په زندان کې وخت تیروي په اصل کې د افغانستان تبعه دی.

شکیلا ابراهیم خیل