1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان ته د هند د دفاع وزیري خبرداری

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د هند د دفاع وزیرې د دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې پوځي اډې د برید تاوان ورکړي. د یاغیانو له لوري په شوي دغه برید کې د پنځو عسکرو په ګډون نهه تنه ووژل شول.

https://p.dw.com/p/2sa0N
Deutschland Hannover Messe 2015 Industriemesse
انځور: DW/Z.Abbany

د شنبې په ورځ نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې د جمو په سیمه کې په درنو وسلو سمبالو یاغیانو پر پوځي اډې برید وکړ. جمو د همالیه په دغه شخړ ییزه سیمه کې دوهم ستر ښار دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

د هند د دفاع وزیري نرملا سیتها رامن، د دوشنبې په ورځ په پيښه کې د ټپي شویو کسانو پوښتنه وکړه. هغې وویل: «زموږ استخباراتي معلومات ښيي چې ترهګرو ته د پولې له بلې غاړې څخه هدایات ورکول کیدل.»

هغې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې پاکستان د ترور دایره پراخوي او پر پوله د اوربند څخه د سرغړونې په ترڅ کې هند ته د کسانو په ننوتو کې مرسته کوي. د هغې په خبره «پاکستان به د دې ناوړه پیښې تاوان ورکړي».

سیتها رامن، د مرګ ژوبلي ارقام هم تصحیح کړل او ویي ویل چې په ټوله کې نهه تنه وژل شوي دي. تر دې دمخه پولیسو ویلي وو چې د څلورو ترهګرو په شمول په برید کې لس تنه وژل شوي دي.

سیتها رامن، وویل: «ترهګر له منځه وړل شوي دي، لومړی معلومات داسي وو په سیمه کې څلور ترهګر وو... ښایي څلورم (برید کوونکی) لارښود وو چې چاوڼۍ ته نه وو ننوتی.»

د رپوټونو له مخې برید کوونکي د عسکرو د کورنیو له پاره جوړ شوي هستوګنځي ته په ورننوتو بریالي شوي وو. پوځ د دغو یاغیانو د له منځه وړلو له پاره بیا پوځي عملیات تر سره کړل چې څو ساعتونه یې دوام وکړ.

رویترز خبري آژانس د هندي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د شنبې د ورځې په برید کې د پاکستان میشته جیش محمد، وسله والې ډلې غړي ښکیل وو. خو پاکستاني چارواکي د هند له خوا پرته له بشپړې څیړنې څخه دغه شان یوې پایلې ته په رسیدو باندې انتقاد کوي.

په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانیې څخه د خپلواکۍ تر اخیستو راهیسې کشمیر د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوی دی. دواړه هیوادونه د دغې سیمې د ملکیت ادعا کوي او دوه وارې د دغه سیمې پر سره جنګیدلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: