1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: «تاپي» پروژه په روان کال کي پيليږي

۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعه

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف ويلي دي چي ترکمنستان غواړي د روان مېلادي کال تر پايه پوري د تر اوسه ځنډېدلي گازو پايپ لاين د غځولو کار پيل کړي. په دغه پايپ لاين کي به له مرکزي آسيا څخه جنوبي آسيا ته گاز انتقاليږي.

https://p.dw.com/p/1GV2L
Karte TAPI Gas-Pipeline Persisch
انځور: DW

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د سپتمبر ۱۱) د سوداگرو له مشرانو سره په يوه غونډه کي وويل چي دی د روان کال په ډسمبر مياشت کي ترکمنستان ته سفر کوي او هلته به د دغي پروژې د بنسټ ايښوولو په مراسيمو کي گډون وکړي.

شريف ويلي دي چي په دغو مراسمو کي به د جنوبي آسيا هيوادونو نور مشران هم گډون ولري.

نواز شريف د دغي پروژې د جزئياتو په اړه څه نه وويل. دغه پروژه چي لنډ نوم ئې (TAPI) دئ، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان پکښې شامل دي.

دغه څلور سره هيوادونه په ۲۰۱۰م کال کي پر دغي څو ميلياردي پروژې سره سلا سول چي د انرژۍ له غني هيواد ترکمنستان څخه تر هندوستانه پوري د گازو ۱۷۳۵ کيلومتره اوږد پايپ لاين وغځوي.

دغه پروژه ځکه ځنډېدلې وه چي د بيه پر سره ئې اختلاف موجود وو او هند بيا د پايپ لاين امنيت ساتلو په برخه کي اندېښنه لرله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب