1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان بیا په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

پاکستان د شمالي وزیرستان په غرنۍ سیمه کې د یاغیانو پر پټنځایونو «ستر» تهاجمي عملیات پیل کړي دي. ویل شوي دي چې د جمعې د ورځې په هوایي بمباریو کې یاغیانو ته سخته مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/1FQ84
انځور: Reuters

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د شوال تنگه دره چې گڼو ونو پوښلې ده د طالبانو د اصلي پټنځای په توگه گڼل کیږي او په وینا یې په خپله دغه دره گاونډي هیواد افغانستان ته د قاچاق مهمه لار ده.

دغه خبري آژانس د څلورو استخباراتي سرچینو له قوله ویلي دي چې پاکستاني جېټ الوتکو د جمعې په ورځ سهار وختي پر دغه دره باندي بمبار کړی او د شپږو او پنځلسو تر منځ یاغیان یې وژلي دي.

یوه حکومتي چارواکي چې نوم یې پټ ساتل شوی دی رويترز ته ويلي دي: «دا د شوال په غرونو کې د طالبانو او د هغوی د متحدانو پر ضد ستر پوځي عملیات دي.»

پاکستاني طالبانو تیر میلادي کال په جون میاشت کې د پوځ له خوا د عملیاتو تر پیلیدو د مخه کابو پر ټول شمالي وزیرستان کنترول لاره. پاکستاني طالبان اوس هم پر شوال درې کنترول لري او د پاکستان پر پوځ باندي له دغه ځايه بریدونه پلانوي. د پاکستان د پوځ وياند تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاکستاني او افغاني طالبان سره متحد دي او دواړي ډلي یوه جهادي ایډیالوژي لري. خو پاکستاني طالبان په جلا ډول فعالیت کوي چې توجه یې د دولت راپرځولو او د اتومي وسلو لرونکي دغه هیواد کې د سخت شریعت نافذولو ته اړولې ده.

د ناټو جنگي ځواکونه چې تیر کال له افغانستان څخه ووتل څو واري یې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په دغه قبایلي سیمه کې د یاغیانو د پټنځایونو د له منځه وړلو په اړه د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د رويترز خبري آژانس په وینا ټانکونه او عسکر له شمال او سویل څخه دغي درې ته د رسیدو په حال کې دي. د زین الله په نوم یوه تن چې د تلیفون په څانگه کې کار کوي ویلي دي: «په سونو لارۍ او پک اپ موټره چې په عسکرو او وسلو ډک دي...د شوال پر لور د پرمختگ په حال کې دي.»

هغه ویلي دي چې هر چیري سړکونه بند دي او هیڅوک تگ راتگ نه کوي او په وینا یې بشپړه گرځبندیز لگیدلی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یو شمیر پوځي چارواکو دوی ته ویلي دي چې د پاکستان پوځ له افغانستان څخه د مرستي غوښتنه کړې ده چې د پولي هاغاړې ته د یاغیانو د تېښتي مخه ونیسي.

خو تر اوسه پوري نه افغان او نه هم د پاکستان پوځي چارواکو په دې هکله کومه تبصره کړې ده. په سیمه کې حکومتي چارواکي وایي چې دوی ته په دې هکله د تبصرې کولو صلاحیت نه دی ورکړل شوی.

د سیمي اوسیدونکي وایي چې د درې په خوله کې د پوځ او یاغیانو تر منځ سخته جگړه روانه ده او په وینا یې د ملکي کسانو د ایساریدو په هکله انديښنې شته. خلک د جگړې له ویري له دغه سیمي څخه تېښتي ته چمتووالی نیسي.

شمالي وزيرستان
شمالي وزيرستانانځور: picture-alliance/dpa