1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او افغانستان تر منځ د لارې بندول د پاکستان په ګټه دي؟

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو د ترینگلتيا په ترڅ کې د پاکستان د ساینس او تیکنالوژۍ وزیر ویلي دي چې پاکستان له هند سره د خپل هوایي حریم او د خپلې ځمکې له لارې افغانستان ته د هند پر سوداګرۍ د بندولو په هکله غور کوي.

https://p.dw.com/p/3OdYu
Indien Trucks
انځور له آرشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د دغسې یوه اقدام په صورت کې به پاکستان پخپله په میلیونونو ډالر تاواني شي.

وروسته له هغې چې هند د کشمیر څخه ځانګړی نیمه خپلواکه حیثیت بیرته واخیست، دغه اقدام د پاکستان له سخت غبرګون سره مخامخ شو. له هغې راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي سختې ترینګلې دي.

هند او پاکستان دواړه د افغانستان ستر تجارتي شریکان دي او د دغو دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا تل د افغانستان د سوداګرو له پاره په یوه ننګونه اوښتې.

د پاکستان د ساینس او تیکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې پاکستان له هند سره د هوایي حریم پر بندولو باندې غور کوي او «د کابینې په غونډه کې د پاکستان له ځمکې افغانستان ته د هند د تجارت پر بشپړ بندولو د غور یادونه هم وشوه.» په دغه ټویټ کې وړاندې راغلي دي چې د دې پریکړو له پاره پر قانوني لارو چارو غور کیږي.

دغو څرګندونو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو غبرګون راپارولی دی. د افغانستان د سودګراۍ او صنایعو خونې رئیس خان جان الکوزي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل که چیرې پاکستان په دغسې یوه اقدام پیل وکړ نو افغانستان به ورته باالمثل غبرګون وښيي.

د هغه په خبره پاکستان به هم په میلیونونو ډالر زیان وویني او له منځنۍ آسیا سره به د دغه هیواد تجارت له خطر سره مخامخ شي.

افغانستان په کوم متقابل اقدام لاس پورې کولی شي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر اساس، پاکستان په کلني ډول دوه تر درې میلیون ټنه سوداګریز توکي په ځانګړې توکه خوراکي توکي، سبزیجات او تازه میوې د افغانستان د بندرونو په ځانګړې توګه د حیرتان، شیرخان، آقینې او تورغوڼدۍ له لارې روسیې او د مرکزي آسیا هیوادونو ته صادروي.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې په دې توګه پاکستان د افغانستان د بندرونو له لارې په کلني ډول میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې څخه د خان جان  الکوزي په وینا، که چیرته پاکستان د افغانستان پرمخ د واګه بندر وتړي، نو افغانستان به هم پاکستاني صادراتي توکو ته له خپلې خاورې د ترانزیت اجازه ورنه کړي. الکوزی زیاتوي: «هیله من یم چې د پاکستان حکومت سیاسي برخورد ونه کړي، بلکې اقتصادي برخورد وکړي.»

بل لوري ته د صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکي زیاتوي چې د افغانستان سوداګریز توکي اوسمهال د پاکستاني موټرو په واسطه د واګه بندر ته انتقالیږي، نو له دې کبله د پاکستان دغه راز یو اقدام به د پاکستان د ترانسپورت سکتور ته هم زیان واړوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د «افتا» په نامه د سوداګریز تړون په رڼا کې، پاکستان اړ دی چې د واګه په نامه خپل بندر هندوستان ته د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې پرانیستی پریږدي او په بدل کې یې افغانستان اړ دی چې منځني آسیا ته د پاکستاني توکو د صادراتو زمینه برابره کړي.

د تیر کال په دلوه میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ پوځي تقابل د دې سبب وګرځید چې پاکستان د هند پر لوري د افغانستان د هوايي ترافیک لارې وتړي.