1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او افغانستان بيا د سولي جرګه دايروي

۱۳۸۹ دی ۱۷, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل په اسلام آباد کي د پاکستان له مشرانو سره د افغانستان د سولي د عالي شورا د پلاوي له ليدنو کتنوڅخه وروسته دواړو خواوو د سولي د جرګي په جوړيدو موافقه وکړه

https://p.dw.com/p/QoZY
په ۲۰۰۷ کال کي د افغانستان او پاکستان تر منځ لومړۍ جرګه
په ۲۰۰۷ کال کي د افغانستان او پاکستان تر منځ لومړۍ جرګهانځور: AP

په اسلام آباد کي د چارواکو د وينا له مخي پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چي يو ځل بيا د سولي جرګه دايره کړي. د هغوي د وينا له مخي دغه موافقه وروسته له هغي وشوه چي د افغانستان د سولي د عالي شورا يو پلاوي چي مشري د برهان الدين رباني په غاړه ده پرون په اسلام آباد کي له پاکستاني لوري سره خبري اتري وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات وياند عبدالباسط وويل: «د دواړو هيوادونو پلاوو پريکړه وکړه چي په راتلونکو مياشتو کي د افغانستان او پاکستان د استازو په ګډون د سولي جرګه دايره کړي.» خو باسط په دي هکله معلومات ور نه کړل چي دغه جرګه به په کومه مشخصه نيټه او چيرته دايره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، باسط، زياته کړه چي دواړو اړخونو د هغه يو وړانديز په هکله هم بحث وکړ چي په ترکيه کي دی «د افغان طالبانو د استازيتوب» يودفتر پرانيستل شي. ويل شوي دي چي دغسي يوه مفکوره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له خوا په دي وروستيو وختو کي عنوان شوي ده ترڅو له ياغيانو سره د خبرو اترو لپاره يو ور پرانيځي.

باسط د يو داسي وړانديز په اړه وويل: «مونږ له داسي يو وړانديز سره مخالفت نه لرو، که چيري افغانستان او ترکيه ورسره موافقت وکړي.» هغه يادونه وکړه: «دواړه هيوادونه په خپلو منځو کي د نژدي همکاريو په لټه کي دي ترڅو په سيمه کي د سولي او ثبات لپاره لاره هواره شي.»

تيره مياشت په استانبول کي د ترکيي د ولسمشر عبدالله ګل په شمول د افغانستان او پاکستان مشرانو حامد کرزي او اصف علي زرداري يو بل سره وليدل. په دغي ليدني کتني کي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خپل منځني خبرو پنځم پړاو ؤ، د رپوټونو له مخي، په دي مفکوري باندي هم خبري وشوي چي د امکان په صورت کی ترکيه د افغانستان او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولي د خبرو اترو کوربه توب په غاړه واخلي. خو د ترکيي له خوا په دی هکله کومه تبصره يا يادونه تر اوسه پوري نه ده شوي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د سه شنبي د ورځي څخه را په دي خوا په اسلام آباد کي دي، چيرته چي هغه د دغه هيواد له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د پوځ له مشر اشفق کياني او خيبر پښتونخوا د صوبي له ګورنر ويس احمد غني سره وليدل.

باسط وويل چي رباني او د هغه پلاوي مخکي له دي چي بيرته کابل ته ستون شي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره به هم وويني.

له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د سولي د عالي شورا د پلاوي ليدنه کتنه د افغان حکومت د هغو هڅو چي غواړي له خپلو وسلوالو مخالفينو سره خبرو اترو ته کښيني د يو نوي پړاو ويندويي کوي.

د سولي عالي شورا په تير دوبي کي د ولسمشر حامد کرزي له خوا چي سخت ليوال دی ترڅو پاکستان هم د سولي د خبرو اترو په پروسه کي شامل کړي، جوړه شوه. افغان حکومت وخت په وخت پاکستان، بيا په خاصه توګه د هغه په پوځ او استخباراتي اداره کي ځيني کړي په دی تورني کړي چي افغان طالبانو ته يي ځاي ورکړي او د هغوي له اورپکو سره مرستي کوي.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخي چي له اسلام آباد څخه يي ورکړي دي طالبانو او د ګلب الدين حکمتيار د ډلي اورپکو د سولي د عالي شورا هڅي ردي کړي دي او په خپلو غبرګونو کي چي نوموړي خبري آژانس ته يي پرون د خپلو ویندویانو په واسطه وړاندي کړل ويلي دي چي «هغوي تر هغه پوري چي ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي د سولي لپاره خبرو اترو ته نه کښيني.»

ویل کیږی چی د پاکستان قبایلی غرنی سیمی د طالبانو او د القاعدی د ترهګری شبکی د اډو ټاټوبی دی.

فرانس پرس/عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري