1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: آسیه بي بي له زندانه آزاده شوه

۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبه

آسیه بي بي چې تیره اونۍ يي د پاکستان سترې محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا لغوه کړه له زندانه آزاده شوې ده. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د هغې د وتلو رپوټونه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/37rdh
Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

دغه عیسوۍ میرمن په۲۰۱۰م کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور د پنجاب ایالت یوې ځایي محکمې د مرګ په سزا محکوم کړه. خو په زندان کې تر اتو کلونو تیرولو وروسته تیره اونۍ د پاکستان سترې محکمې د نوموړې د اعدام سزا لغوه کړه. د پاکستان ځایي رسنیو د چهارشنبي په ماښام ناوخته له زندانه د هغې د آزادیدو رپوټونه ورکړي دي.

ځیني ځایي رسنیو تیره شپه رپوټ ورکړ چې آسیه ښایي له پاکستانه وتلي وي، خو ډان ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې په رپوټ کې د یوې سرچیني له قوله لیکلي دي چې آسیه په ملتان کې د ښځو له زندان څخه تر آزادیدو وروسته په ځانګړې الوتکه کې اسلام آباد ته لیږدول شوي ده. د يادي ورځپاڼي په وینا دغه میرمن په پلازمېنه کې د امنیتي دلایلو له کبله په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي.

تر دې دمخه د آسیې مدافع وکیل چې څو ورځې تر مخه هالنډ ته راغلی دویچه ویله ته د خپلې موکلې د آزادیدو او همداشان کوم نامعلوم بهرني هیواد ته د سفر کولو خبره کړې وه.

خو د پنجشنبې په سهار (۲۰۱۸م کال د نوامبر ۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې «هغه لا هم په پاکستان کې ده» او دا رپوټونه یي رد کړل چې ګويا له پاکستانه وتلې ده.

په عین وخت کې د تحریک لبیک پاکستان، په نوم د سخت دریځي ډلې ویاند زبیر قصوري ویلي دي چې «حکومت د آسيې په آزادولو سره له شوي تړونه سرغړونه کړې ده.» د هغه په خبره دوی د راتلونکي اقدام په هکله سلا مشورې کوي.

د سترې محکمې له لوري د آسيې د سزا تر لغوه کیدو وروسته د تحریک لبیک پاکستان، په نوم سخت دریځې ډلې په احتجاجونو لاس پورې کړ او د عمران خان حکومت يي تړون ته اړ کړ، څو احتجاجونه ختم کړي. د دغه تړون له مخې حکومت به د دغه قضیې په هکله د بیا عرض کولو مخه نه نیسي او پر دې سربیره به له هیواده د آسیه بي بي د وتلو د مخنیوي په برخه کې اقدامات کوي.

داسي ګونګوسي هم وې چې د آسیه بي بي کورنۍ ته سپارښتنه شوې وه چې د نړیوال پرواز له پاره چمتو والی ونیسي. خو دا خبره لا تر اوسه کره معلومه نه ده چې آیا هغه په پاکستان کې ده او که له پاکستانه وتلې ده.

خو د اروپایي اتحاديي د پارلمان مشر انتونیو تاجاني، دا خبر تائید کړی دی چې هغه له زندانه آزاده شوې ده او په خبره یي په اروپا کې د هغې لیدو ته سترګې پر لار دی. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «آسیه بي بي، له زندانه آزاده شوې او یوه خوندي ځای ته انتقال شوې ده.»

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په قضیو کې د آسیه بي بي قضیې د بشري حقونو نړیوالو ډلو او د لویدیځ د حکومتونو پام ځان ته رااړولی وو او د هغې په قضيه کې یي د عادلانه محاکمې غوښتنه کوله. په ۲۰۱۵م کالي د آسیه بي بي لور له پاپ فرانسیس سره په واټیکان کې ولیدل.

په پاکستان کې چې د۱۸۰ میليونو اوسیدونکو ۹۷ سلنه یي مسلمانان دي، دین ته د سپکاوي موضوع ډیره حساسه ګڼل کیږي. د بشري حقونو فعالان دین ته د سپکاوي په شخړه ایزه قانون کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کوي، کوم چې په ۸۰یمه لسیزه کې د پوځي دیکتاتور ضیا الحق د واکمنۍ پر مهال معرفي شوی. فعالان وايي چې دغه قانون دین ته له سپکاوي سره دومره سروکار نه لري او زیاتره مهال د کوچنیو شخړو او د شخصي غچ اخیستنې له پاره ترې استفاده کیږي.

آسیه بي بي د ۲۰۰۹م کال په جون میاشتې کې وروسته له هغې ونیول شوه، چې ګاونډۍ یي شکایت وکړ چې د اسلام پیغمبر په هکله یي ناسمې څرګندوي کړي. د پاکستان دننه او د باندې د بشري حقونو د سازمانونو پر سخت مخالفت سربیره یو کال وروسته آسیه بي بي د «توهین رسالت» قانون له مخې د مرګ په سزا محکومه شوه.

د روان میلادي کال د اکتوبر مياشتي پر اتمه نیټه د پاکستان سترې محکمې پر دې قضیه غور وکړ او د مخکنیو دواړو محکمو پریکړه یې فسخه کړه. په ۲۰۱۰م کال کې د اعدام سزا پر وړاندې دا د آسيې وروستۍ عریضه وه.

په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور لوړې محکمې آسيې ته د ځایي محکمې له لورې د اعدام سزا ساتلې وه. د بخښنې نړیوال سازمان پر دغي پریکړې نیوکې کړې وي. په ۲۰۱۵م کال کې د نوموړې مدافع وکیل په ستره محکمه کې د تمیز غوښتنه کړې وه.

خو د سترې محکمې له لوري د آسيې د سزا پر لغوه کیدو سربیره د سخت دریځو ډلو له لوري د احتجاجونو له کبله هغه په زندان کې وه.

د هغې میړه عاشق مسیح څو ورځې ترمخه د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، د بریتانيا لومړۍ وزیري تریسا مې او همداشان د کاناډا له لومړي وزیر جستن ترویدو څخه د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې غوښتې کړې وه.