1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاڅونکوونکي: بهرني طالبان مو سیمو ته راغلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه

د غزني ولایت یو شمیر ولسوالۍ چې پکښې د یاغیانو پر ضد د ولسي پاڅون پیل شوی وو، اوس له نویو ننګونو سره مخامخ دي. پاڅون کوونکي وایي چې اوس د هغوی سیمو ته د طالبانو د ملاتړ له پاره یو شمیر بهرني تازه دمي یاغیان راغلي دي.

https://p.dw.com/p/15vss
انځور: DW

کابو څو میاشتې مخکې د اندړو ولسوالۍ خلکو د وسله والو له خوا د ښونځیو د تړلو پر وړاندې مخالفت څرګند کړ او راپاڅیدل. د پاڅون کوونکو یو قوماندان انجینیر لطف الله، وایي چې اوس سیمې ته چیچیني، پاکستاني، عرب او ازبک جنګیالي د سیمه ییزو طالبانو له خوا بلل شوي دي. هغه زیاتوي:

«عرب، چیچیني، پاکستاني او ازبک چې ورسره ځيني پنجابیان هم مل دي سیمې ته راغلي دي چې له افغان طالبانو سره زموږ او حکومت پر وړاندې وجنګیږي. خو موږ به هغوی پرې نه ږدو چې خپلې موخې ته ورسیږي ځکه د سیمې خلک له هغوی څخه کرکه لري.»

طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي خو پخوا ئې په نورو ولايتونو کې ورته رپوټونه حکومتي تبلیغات بللي ول او هغه ئې رد کړي ول.

یو شمیر پاڅون کوونکي چې ادعا ئې خپلواکو سرچینو نه ده تأید کړي وايي چې تر اوسه ئې شاوخوا شل تنه بهرني طالبان وژلي دي او ځیني ئې تر ژوندي نیولو وروسته د غزني ولایت څارګرې ادارې ته سپارلي دي.

په تیرو څو کلونو کې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالو شتون هغه موضوع وه چې له ځينو ګاونډیو ملکونو سره ئې د افغانستان پر اړیکو سیوری غوړولی وو.

د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د بنسټ پالو شتون او په جنوب کې د پاکستاني او ایراني بلواګرو موجودیت د افغان دولت تر ټولو لویه اندیښنه پاتې شوې ده.

د غزني د اندړو دوه تنه پاڅون وال وایي چې دوی په هر صورت خپل پاڅون جاري ساتي او ژر به نورې سیمې هم د طالبانو له ولکې وباسي.

په همدې حال کې وروستي راپورونه ښيي چې د ختیځ ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې هم د طالبانو پر ضد پاڅون پیل شوی دئ.
د حصارک د یوه کلي قومي مشر حسن خان، رسنیو ته ویلي دي چې مخالفينو څو ورځې مخکې دوه قومي مخور او د ملي اردو يو سرتیرى په ډیر ظالمانه ډول ووژل. د هغه په خبره طالبانو په دې سیمه کې پر خلکو نور ظلمونه او زور زياتي هم کول.

حسن خان زیاته کړې ده چې له تیرو څو مياشتو راهيسې په سلهاوو وزيرستاني طالبان دې ولسوالۍ ته ورغلي دي او څو ځله ئې پر ولسوالۍ بريدونه کړي دي.

له بلې خوا د کندهار چارواکي هم خبر ورکوي چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى دئ او هغوى ئې له خپلو سيمو ایستلي دي. "پاڅون" هغه مهال پیل شو چې یوې ډلې د سنګیسار په سیمه کې ماینونه ايښودل.

حکومتي سرچينې وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسلوالو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنه جګړه شوې ده. ویل کیږي چې جګړې شپږ ساعته دوام کړی دئ چې پکښې د دوو وژل شويو طالبانو مړي له وسلو سره په سيمه کې پاتې دي.

د وسلوالو پر وړاندې دغه جنګیدونکي کسان که څه هم ولسي خلک بلل کیږي خو طالبانو بیا بیا له رسنیو سره یادو کسانو ته د دولت پلوه اربکیو نومونه ورکړي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش