1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ د ډوب شوي درې کلن ماشوم مجسمه سوغات کړې

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

پاپ فرانسسکو، د خوراک او کرهڼي نړیوال سازمان ته د هغه دری کلن سوریایې مهاجر مجسمه د کډوالو د غمیزې یاد تازه کولو له پاره د سوغات په توګه ورکړی چې د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوی وو.

https://p.dw.com/p/2ltJQ
Heiligsprechung im Vatikan
انځور: picture-alliance/dpa/A. Medichini

ايلان دری کلن کردي ټبره سوریایې مهاجر وو چې په ۲۰۱۵م کال کې د ترکیې ساحل ته نږدې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شو. د نړۍ د کاتولیکانو روحاني مشر پاپ فرانسسکو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۶) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د FAO په مقر کې د خوراک د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د ایټالوي نقاش لوییګي پریویدل، له خوا له سپينو مرمرو څخه د ایلان جوړه شوې مجسمه نوموړي سازمان ته  د تحفې په توګه وړاندي کړه.

د دغه مهاجر ماشوم جسد اوبو د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲ نیټه د ترکیې د بودروم ښار ساحل ته را ایستلی وو. د دغه درې کلن ماشوم د مړي انځور په نړۍ کې د مهاجرو کړکیچ په اړه اندیښنې لا زیاتې کړي.

د ایلان کورنۍ وروسته تر دې چې ونه توانید په کاناډا کې په قانوني توګه پناهندګۍ ترلاسه کړي، مجبوره شوه چې د سوریې له روانې کورنۍ جګړې څخه د تیښتې په خاطر له قاچاقبرانو مرسته وغواړي.

له ترکیې څخه د یونان کووس ټاپو ته د رسیدو په کوښښ کې د دغه ماشومان په ګډون د هغه ۵ کلن ورور او مور یې د مدیترانې په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. یوازې د دغه ماشومان پلار عبدالله ژوندی پاته شو. هغه په یوه کښتۍ کې بې له حفاظتي واسکټه سپور شوی وو.

د کډالو نړیوال سازمان (IOM) د اټکلونو پر بنسټ په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د مدیترانې سمندر له لاري د مهاجرت په مسیر کې ۳۶۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیر په ۲۰۱۶ م کال کې۵۰۰۰ ته لوړ شو.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري (UNHCR) د روان کال د سپتمبر میاشتې تر اوله پورې د مهاجرت په مسیر کې د ژول شویو قربانیانو شمیر ۲۴۰۰ تنه اټکلوي.

د دغه پسمنظر په پام کې نیولو سره پاپ فرانسسکو د قانوني مهاجرت د امکاناتو برابرولو په اړه خپله غوښتنه یو وار بیا تکرار کړه.

زموږ له ارشيف څخه: