1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاندورا اسناد؛ د نړۍ د سياستوالو مالي تخلفات او پټې شتمنۍ

۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبه

پاندورا د نړۍ د مختلفو هیوادونو د سلونو نامتو سیاستوالو د پيسو ټولولو او مالیاتي تېښتو نژدې ۱۲ میلیونه سندونه افشا کړي دي. د هغو کسانو په ډله کې چې پټې شتمنۍ يې افشا شوي، ۳۵ يې د نړۍ اوسني او پخواني رهبران دي.

https://p.dw.com/p/41EXF
Symbolbild | Pandora Papers
انځور: ICIJ

د مختلفو هیوادونو د خبریالانو او ورځپاڼو لیکونکو يوې ډلې، د سیاسي شخصيتونو او پيژندل شويو څېرو د پيسو ټولولو او مالیاتي تيښتو پر افشا شوو اسنادو د خپلو کړو تحقیقاتو پایله خپره کړې ده. دوی دغه پایله د څو میاشتو تحقیقاتو په نتیجه کې خپره کړې ده.

دغه ډله چې خپل ځان د «تحقیقاتي خبریالانو نړیوال کنسرسیوم» معرفي کوي، د موندنو يوه برخه يې د يکشنبې په شپه د اکتوبر دریمه، د آلمان د یو تلويزيوني چېنل د «تاګ شو» مشهورې خپرونې له لارې خپره شوه.

د دغه رپوټ پر اساس، د «پاندورا اسناد» د نړۍ د ۹۱ هیوادونو تر۳۳۰ زياتو اوسنيو او پخوانیو سیاستوالو د محرمانه قراردادونو، پټو شتمنیو او مالیاتي تېښتو ځينې برخې افشا کوي.

د نړۍ ۳۵ اوسني او پخواني رهبران

په دغو اسنادو کې د نړۍ د ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو او رهبرانو نومونه هم تر سترګو کيږي. دغه اسناد د داسې سرچينو له خوا چې هویت یې نه دی ښودل شوی، دغې ډلې ته په اختیار کې ورکړل شوي دي چې پر هغو باندې شاوخوا ۶۰۰ ژورناليستانو څېړنې او ارزونې کړي دي.

یاد افشا شوي اسناد ښيي چې د لوړې درجې شتمن شخصیتونو او سیاستوالو، د «آفشور شرکتونو» په څير جوړښتونو له لارې د خپلو پریمانه پټو شتمنیو له پاره په څه ډول سره استفاده کړې ده.

دا شرکتونه دي چې د هغو د چلوونکو او ذینفعانو له سرحدونو بهر، په دریمو هیوادونو کې ثبتیږي چې معولاً په داسې حالت کې د هغو پر مالي مسائلو موثر نظارت نه کيږي چې دا وضعیت له مالیاتو څخه د تیښتې جنت شمیرل کيږي.

د چک جمهوریت له صدراعظمه د اردن تر پاچا

د چک جمهوریت صدراعظم، آندره بابیش، د نړۍ له هغو سياستوالو څخه دی چې په دغو اسنادو کې يې نوم ذکر شوی دی. پر هغه باندې تور دی چې د یوه صوري شرکت له خدماتو څخه يې د فرانسې په سويل کې د یو ۲۲ ميلیون ډالري ساختمان په اخیستلو کې استفاده کړې ده. خو هغه دغه تور تکذيب کړی دی.

د اردن پاچا، دوهم عبدالله، هم د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې په دغه لیست کې يې نوم راغلی دی. پر هغه باندې تور دی چې د صوري شرکتونو له لارې يې لږ تر لږه ۱۴ قیمتي ملکيتونه په امریکا متحده ايالاتو، بریتانیا او نورو هیوادونو کې اخیستي دي.

د تاګ شو د رپوټ په حواله، د اردن د دربار یو وکيل وايي چې اکثره دغه صوري شرکتونه نور فعال نه دي او دغه املاک ټول، په ملک عبدالله پورې تړاو نه لري.

د پاندورا اسنادو په نوملړ کې د اکراین، اکوادور او کنیا په څیر هیوادونو د مشرانو نومونه هم راغلی او تر څنګ، د بريتانيا د پخواني صدراعظم توني بلير او د هغه د مېرمنې نومونه هم لیدل کيږي.

د بریتانیا پخوانی صدرعظم، د آذربایجان ولسمشر

ويل شوي دي چې د توني بلیر او د هغه مېرمنې په ۲۰۱۷م کال د یو صوري شرکت له لارې په لندن کې د اووه نیم ميلیونه يورو په ارزښت یو ملکيت اخیستی دی. ظاهراً په دغې معامله کې ۳۰۰ زره يورو مالیه نه ده تحويل شوې.

د آذربایجان ولسمشر، الهام علي اف او د هغه د کورنۍ غړي بیا نور کسان دي چې نومونه يې په پاندورا اسنادو کې راغلي دي. هغوی ظاهراً د بهرنيو شرکتونو له لارې، په بریتانیا کې د ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت یو ملکيت رانیولی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين ته نژدې کسان او دغه راز په لسونو د راک موسیقي ستورو او نورو پېژندل شويو څېرو نومونه هم په پاندورا اسنادو کې ذکر شوي چې د بهرنيو شرکتونو له لارې يې د پيسو ګټل افشا شوي دي.

د پاندورا اسنادو د اړوند معلوماتو حجم، نژدې درې ترابایته دی چې په دې حساب د پاناما اسنادو په پرتله چې په ۲۰۱۶م کال کې افشا شول، پراخ دي.

دغه اسناد د ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۱ کلونو پورې د ۱۳ آفشور شرکتونو او د مالي مبادلاتو اړوند دي. د نړۍ يو شمیر معتبرو رسنيو له هغې ډلې واشنګټن پست، لوموند او ګارډین د دغو اسنادو په ارزونه کې همکاري کړې ده.

دویچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.