1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاریس کې د عسکرو پر یوې ډلې موټر ورځغلول شوی

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د پاریس په اطرافو کې د عسکرو د یوې ډلې پر لور موټر ورځغلول شوی چې په پایله کې یې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي. د لوالوپره، ښاروال د یوه «قصدي» عمل خبره کوي. د موټر چلوونکی په تیښته بریالی شوی دی.

https://p.dw.com/p/2hvQH
Paris Angriff auf Soldaten im Stadtteil Levallois-Perret
انځور: Getty Images/AFP/T. Chappe

د پاریس په اطرافو کې د عسکرو د یوې ډلې پر لور یو موټر ورځغلول شوی دی. د پولیسو د وینا له مخې په پيښه کې دوه تنه سخت او نور څلور بیا سرسري ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې موټر چلونکی چې ښایي په قصدي توګه یې دغه عمل تر سره کړی وي د پیښې له ځای تښتیدلی دی.

د لوالوپره، ښاروال پتریک بالکني دغه پیښه د یوه «کرکجن یرغل» په توګه یاده کړې. خبري آژانسونو د هغه له قوله ویلي دي چې په دې کې هیڅ شک نه شته چې نامعلوم عامل دې په قصدي توګه دغه عمل نه وي تر سره کړای. زیاته شوې ده چې موټر «ډیر په بیړه» د دغو عسکرو پر لور ورځغلول شوی، کوم چې تازه د ښار په مرکز کې له خپلې قشلې څخه راوتلي وو.

د لوالوپره، ښار د پاریس شمال لویدیځ ته پروت دی چې شا او خوا ۶۵۰۰۰ اوسیدونکي لري. په دغه ښار کې د فرانسې د داخلي استخباراتي ادارې دفتر هم موقعیت لري.

د ترور ضد عملیاتو قطعات

د رپوټونو له مخې اغیزمن شوي پوځیان د ترهګرئ ضد قطعاتو برخه وه. په ۲۰۱۵م کال کې پر طنزي مجلې چارلي آبدو او د یهودانو پر یوه مارکیټ باندې تر بریدونو وروسته د هیواد په دننه کې عسکر پر دندو وګمارل شول.

عسکر پر نورو سربیره د کنیسه یا یهودانو د عبادت ځایونو، د هوایي ډګرونو، اورګاډو د تمځایونو او د یو شمیر نورو مهمو ځایونو د ساتنې دنده پر غاړه لري. په دغه ترڅ کې په خپله عسکر څو وارې د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. د مارچ په میاشتې کې د پاریس په یوه هوایي ډګر کې یوه کس پر ګزمه کوونکو عسکرو باندې ډزې وکړي. په اپریل میاشتې کې په شانزه لیزه کې د پولیسو یو مامور هم وویشتل شو.

په فرانسه کې د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې د تندلارو اسلامپالو په بریدونو کې ۲۳۹ تنه وژل شوي دي. د ۲۰۱۵م د نومبر د برید وروسته په دغه هیواد کې بیړنی حالت وضع شوی دی. دغه برید کې ۱۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.