1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولو مرورو ورونو ته مو غيږه خلاصه ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د سولي د ملي مشورتي جرګې غونډه،چي تر اوسه دوه واري ځنډول سوې ول، نن په کابل کي د افغانستان ددولت د مشر حامد کرزي په ويناپيل سوه...

https://p.dw.com/p/NfSq
ولسمشر حامد کرزی د سولي د ملي مشورتي جرگې د پرانستلو پر مهال
ولسمشر حامد کرزی د سولي د ملي مشورتي جرگې د پرانستلو پر مهالانځور: AP

د غونډي د پيل څخه لږ وروسته، د جرگې د ځای څخه سل متره ليري ځانمرګی برید سوی،چي د پوليس په خبره په پيښه کي يوازي ځانمرګی د منځه تللی نورچاته کوم ځاني تاوان ندی رسيدلی.

تر دې د مخه يو څو ډزي هم اوريدل سوي، او داسي هم ويل سوي، چي څوتنو غوښتل د جرګې ځای ته ورننوزي.

په دغه جرگه کي چي د ټول هيواد څخه 1600استازو گډون کړی هدف يې دادی، چي د طالبانو سره د ملي روغي جوړي دپاره يوه لاره پيدا کړي.

د جرگې په پرانستونکې وينا کي ولسمشر حامد کرزی ټولو هغه وسلوالو ډلو ته چي د دولت څخه خوابدي دي د پخلايني او خبرو کولو غېږه خلاسه کړه.

کرزي په خپله وينا کي وويل، چي په لومړي سر کي طالبان موږ ته راتسليم سول ولي د بې ځايه زورونو او تورونو لگولو له کبله بيرته د کورونو پريښوولو ته اړ سول.« هغوئ ټول پر کورو باندي ناست و د حکومت او نړيوالو ځواکونو بې ځايه زورونو هغوئ په لوی لاس خوابدي کړل.»

هغه د خپلي وينا په دوام کي وويل، چي زموږ څخه داسي کسان خوابدي سوي چي زموږ سره د جهاد په دوره کي يو ځای ول ښه جهاد يې کړی ولي اوس په يوه او بل نوم سره تورن سوي. زموږ غيږه غوی ته خلاسه ده.

په کابل کي د ملي مشورتي جرگې د کږدۍ مخ ته گډون وال
په کابل کي د ملي مشورتي جرگې د کږدۍ مخ ته گډون والانځور: AP

دسولي په دغه مشورتي جرګه کي طالبان ونډه نلري. هغوئ تر مخه لا اعلان کړی و،چي تر څو بهرني ځواکونه په هيواد کي وي، دوئ به دکرزي د حکومت سره هرډول روغه جوړه ردوي.

ولسمشر کرزي په خپله ننۍ وينا کي دغه خبره ياده کړه، چي طالبان وايي چي بهرني عسکر دي د هيواد ووزي ولي بهرنيان بيا وايي، چي تر څو طالبان نه وي مات سوي دوئ يې نه پرېږدي نو ددواړو خبره سمه ده راځئ چي سره کښېنو.

طاالبان داهم وايي،چي په دغه جرګه کي راټول سوي کسان به پر داسي طرحو باندي خبري وکړي او داسي پلانونه به وړاندي کړي، چي عملي نه دي او د جرګې برخه وال ټول هغه کسان دي، چي د يرغل گرو په پيسو ژوند کوي او د هغوئ په خدمت کي دي.

طالبانو په يوه اعلاميه کي د جرگې برخه والو ته د مرگ گواښونه کړي.

دسولي د ملي مشورتي جرګې جوړول د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سترو سياسي اهدافو څخه بلل کيږي او د تير کال په پيل کي يې داخبره کړې ول، خو يو نيم کال وخت په کار و، تر څو هغه په هيواد کي دننه او دباندي خپل ملګري په دي قانع کړي، چي د سولي دغه مشورتي جرګه به يو ګټور کار وي.

خوادا کوم کسان به دغي جرګي ته را وبلل شي په دي هکله کرزي وايي .

د جرگې د تخنيکي چارو رئيس فاروق وردگ وايي، چي په جرګه کي به پريکړه حکومت نه کوي بلکي دا به دولس پريکړه وي.

هغه د هغي 36 مخيزي طرحي په هکله څه نه وايي، چي حکوت يي غواړي طالبانو ته وړاندي کړي. په دغه طرحه کي راغلي، چي عادي جنګيالي به ټول وبخښل سي، د طالبانو او د حزب اسلامي مشران کولای سي په بهر کي د پرديسۍ ژوندغوره کړي، په دې شرط چي د القاعدې سره خپلي اړيکي وشلوي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل