1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکني پای ته ورسېدې او د رايو شمېرنه پيل سوه

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو د سهار پر اوو بجو پیل او پرته له کومي ستونزي د ماځيگر پر څلورو بجو پای ته ورسید. په دې ورځ په ټول افغانستان کې ۱۵۰ امنیتي پیښي تر غرمې مخکې ثبت شوي دي. د رايو شمېرنه پيل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1CIRd
انځور: DW/H. Hashimi

د رپوټونو له مخې د کابل، مزارشریف، هرات، بامیان، خوست او کندهار ولایتونو په یو شمیر ټاکنیزو مرکزونو کې رايي پاڼي کمي شوي دي چې ویل کیږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژر دغه ستونزه حل کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د ټاکنو په ورځ تر غرمې مخکې وویل: «فکر کوو دا ځل چې کارکوونکي په سرعت سره کارونه پر مخ وړي، ښايي په ځینو ځایونو کې رای پاڼي ختمي شوي وي. موږ چمتوالی لاره او هغو ځایونو ته مو ډیر ژر رايي پاڼي ورسولې چې له کمښت سره یې مخامخ شوي ول.»

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د درغلیو په اړه شکایتونو او اندیښنې موجودې دې خو د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل چې دغه شکایتونه به وڅیړل شي. هغه روښانه کړه چې په درغلیو کې ښکیل کسان به عدلي او قضایي ارگانونو ته وپیژندل شي.

ټاکني پرته له کومي لویې امنیتي ستونزي پای ته ورسیدې

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، ویلي دي چې د ټاکنو په ورځ تر غرمې دمخه په ټول افغانستان کې د یاغیانو له خوا ۱۵۰ بریدونه تر سره شوي دي. هغه روښانه کړې ده چې په دغو بریدونو کې د سړک د غاړې بمونه هم شامل دي. په دغو بریدونو کې لا تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي.

که څه هم امنیتي وضعیت د ټاکنو د دویم پړاو په اړه د افغانانو تر ټوله لویه اندېښنه گڼل کیده، خو بیا هم په دې ورځ داسې کومه لویه پیښې چې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر مختل کړي رامنځ ته نه شوه.

افغانانو په تیرو ټاکنو کې د امنیت د ټینگښت له کبله د خپلو امنیتي ځواکونه ستاینه کړې وه. منصوره چې د کابل ښار یوه اوسیدونکې ده او د کورنیو جگړو پ مهال یې خپل میړه له لاسه ورکړی دی، د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې تر رای ورکولو وروسته وویل: «زما ټول عمر په غم او عوسه کې تیر شو. اوس زه له راتلونکي ولسمشره آبادي غواړم او هیله لرم چې اولادونه مي ښه ژوند ولري.»

دواړو نوماندانو خپلې رایې وکارولې

په ولسمشریزو ټاکنو کې دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، د ټاکنو په ورځ خپلي رايي وکارولې.
احمدزی په حبیبیه لېسه کې د خپلي رایې تر کارولو وروسته خبریالانو ته وویل: «زموږ تیم د ملي برنامې، عملي تجربې، تقوا او تعهد خاوند دی. انشاالله نن به د افغانستان ملت موږ تائید کړي چې د هغوی خادم ووسو.» دغه کانديد د ټاکنو پر روڼتیا باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د تقلب پر اساس واک ته و نه رسیږي.

عبدالله بیا په استقلال لېسه کې خپله رایه وکاروله. هغه هم په ټاکنو کې د شفافیت غوښتنه وکړه. هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

هغه همدرازا پر امنیتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د رایو ساتنه وکړي: «امنیتي ځواکونو د قربانیو له قبلولو سره د رایو ساتنه وکړه. له هغوی څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په ټاکنو کې مداخله و نه کړي.»

لنډ کتارونه

د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د لومړي پړاو په پرتله د خلکو گډون لږ وو. د رپوټونو په حواله د دې رايي ورکونکو د شمیر د کموالي لامل د کانديدانو د شمیر کموالی، د ټاکنو د بهیر اوږدیدل، په لږ وخت کې د دوو ټاکنو ترسره کیدل او د ولایتي شورا گانو د ټاکنو پای ته رسیدل په گوته شوي دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا چې په افغانستان کې یې د رايي اچوونې پر ۷۰ سنله مرکزونو باندي څارنه کړې ده ویلي دي چې که څه هم په دې بهیر کې ستونزي موجودې وې خو بیا هم ټاکنې په ښه توگه پر مخ تللې دي. دې بنسټ همداراز روښانه کړې ده چې د خلکو د گډون کچه هم د قناعت وړ وه.

د دې بنسټ چارواکو ویلي دي چې هغه ستونزي چې په لومړي پړاو کې موجودي وې په دویم پړاو کې یې هم په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.