1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکني بيا جنجالي سوې

حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۱۰, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني بيا جنجالي سوې او د عبدالله ټاکنيزي ډلي گواښ کړی دئ، چي د تفتيش پايلي به نه ومني. دغي ډلي ويلي دي چي د ملي وحدت حکومت جوړولو پر سر سياسي خبرو اترو هم کومه نتيجه ورکړې نه ده.

https://p.dw.com/p/1D4ri
انځور: Reuters

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي چي په سياسي خبرو اترو کي د خنډ اصلي عامل د «اصلاحاتو او همگرايي» ډله ده، ځکه هغه هوکړه ليک چي ئې د امریکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري په حضور کي لاسلیک کړی دئ عمل نه ورباندي کوي.

د ملگرو ملتونو نمايندگۍ د دوشنبې په ورځ په يوه خپرې کړې اعلاميه کي ويلي دي چي حاضر دي د اصلاحاتو او همگرايي ډلي ادعاوو ته جواب ووايي. په علاميه کي راغلي دي چي د ملگرو ملتونو متخصصان د عبدالله د ډلي د هغو ادعاوو په اړه چي د تيک مارکونو او مشابه لاسليکونو په اړه ئې کړي دي پلټني کوي.

د ډاکټر عبدالله د ټاکنيزي ډلي يوه وياند فاضل سانچارکي د دوشنبې په ورځ په کابل کي د تفتيش او ټاکنو د پايلو د اعلان په اړه په يوه خبري غونډه کي وويل: «دغه شان يو اعلان زموږ له نظره رد دئ، بې اعتباره دئ، د خلکو رايو ته شا ورگرځول دي او د افغانستان وگړي به د دغه شان يو اعلان پرضد ودريږي.»

سانچارکي گواښ وکړ چي د تفتيش په برخه کي که د سه شنبې د ورځي تر غرمې پوري د اصلاحاتو او همگرايي ډلي غوښتونو ته رسېدگي نه وسي، دوی به له سياسي خبرو اترو څخه هم ووځي.

سانچارکي زياته کړه چي د عبدالله ټاکنيزه ډله په صداقت سره د رايو د تفتيش او سياسي خبرو اترو پروسې ته ور ننوتله، چي د افغانستان ثبات ټينگ او يو «متوازن» جوړښت رامنځ ته سي، خو په خبره ئې چي د تحول او تداوم ډلي هم د رايو د تفتيش او هم د سياسي خبرو اترو په جريان کي «وخت» تيراوه.

خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله بيا وايي چي د ملگرو ملتونو تر څارني لاندي د رايو د تفتيش بهير ته درناوی لري او د ملي وحدت حکومت د جوړولو له پاره سياسي خبري اتري د ډاکټر عبدالله د ډلي له خوا جنجالي سوي دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيزي ډلي يوه وياند طاهر زهير وويل چي د عبدالله غوښتني تر قانوني چوکاټ اوښتي دي: «په سياسي خبرو اترو کي د جنجال عاملين دوی دي؛ موږ نه يو. موږ وايو چي اساسي قانون ته دراناوی وکړئ او خپلي غوښتني له اساسي قانون سره سمي کړئ، هغه وخت به هيڅ ستونزه نه وي.»

په سياسي خبرو اترو کي اصلي خنډ د اجرايوي رئيس صلاحيتونه دي. د جان کيري په حضور کي د دواړو کانديدانو د هوکړي له مخي بايد د ټاکنو گټونکی جمهور رئيس سي او دوهم يا بايلونکی کانديد به اجرايوي رئيس وي.

د عبدالله ډله غواړي چي اجرايوي رئيس د کابينې مشرتوب پرغاړه ولري خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ډله وايي چي دغه غوښتنه غير قانوي ده.

د رايو تفتيش دوام لري

دا په داسي حال کي ده چي د رايو تفتيش پر بشپړېدو دئ. د ټاکنو کمېسيون وايي چي د ټولو رايو ۸۶،۵۲ سلنه تفتيش سوي دي. دغه کمېسيون وايي چي د نزدې ۱۷ زرو رايو ورکولو مرکزونو رايي د ابطال سيستم ته داخلي سوي دي او په راتلونکو ورځو کي به ئې په اړه پريکړه وسي.

د ټاکنو کمېسيون وايي چي د رايو د تفتيش او ابطال پروسه د ملي او نړيوالو څارونکو په حضور کي په روڼ ډول په مخ روانه ده او هره ورځ د کار د پرمختگ په اړه د دواړو کانديدانو ټاکنيزو ډلو ته راپور ورکول کيږي.