1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يوه پلار د خپل علاج له پاره لور خرڅه کړې ده»

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

تورپېکۍ (مستعار) هغه کندهارۍ نجلۍ ده چي په دې وروستیو کي يې پلار په ۱۴ کلنۍ کي د خپل علاج له پاره په دوه میلونه پاکستانۍ کلداري پر داسي چا د نکاح په نامه خرڅه کړې، چي هغه تر نجلۍ ۳۶ کاله مشر او ۳ نوري مېرمني هم لري.

https://p.dw.com/p/3kAxX
Symbolbild Junges Mädchen als Opfer von häuslicher Gewalt
انځور: picture-alliance/Photoshot

د کندهار د ښځو چارو ریاست دیادي پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي سږکال تر بل هروخت په دغه ولایت کي له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتي پيښي ثبت سوي دي.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمیسون په دفتر کي د کوچنیانو څانګې مرستیالي سلیمې احد له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چي دې دغه نجلۍ لېدلې ده چي د عمر د له لږوالي له امله هیڅ د واده نه ده.

د احد په قول د نجلۍ پلار رنګمال دی او د کار پرمهال له لوړي زینې رالوېدلی او ملا يې سخته عیبې سوې وه. خو د یادي نجلۍ کورنۍ له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.

د نجلۍ پلار د اقتصادي ستونزو پر بنسټ د خپل علاج له پاره کوچنۍ لور د نکاح په نامه یو زاړه سړي ته ورکړې ده: »د هغه لور ۱۴ کلنه ده او دی خپله غریبکار دی، له کوم لوړ ځایه رالوېدلی، ملا يې عیبي سوې، دواوي يې کړي دي خو ګټه يې نه ده ورته کړې، نو بالاخره خپله دغه لور یو داسي چاته په ۲۰ لکه پاکستانۍ کلداري ور په نکاح کړې ده چي هغه پنځوس کاله عمر او ۳ نوري میرمني لري.«

په کندهار کي د ښځو د حقونو ملاتړې صفیه الهام وايي چي په دې پېښه سخته خواشینې ده.

نوموړې دغسي پيښي له اسلام څخه ترمخه په بدوي ژوند پوري تړي، ځکه په خبره يې په یوه او بل نامه د نجونو خرڅول او رانیول په هیڅ دین او قانون کي جواز نه لري: »په ۲۱مه پېړۍ کي ژوند کوو، خو تراوسه لا په اکثرو ځایونو کي هغه د اسلام څخه ترمخه کیسې لا زموږ په فرهنګ کي خلک رانغاړي.«

هغې زياته کړه: »زه حیرانه یم، یوه نجلۍ چي قانوني سن يې نه دی پوره کړی، څنګه يې خرڅوي؟ کاشکي خو يې یوه ځوان هلک ته ورکړې وای! دا خو هم زوړ دی او هم د دریو ښځو خاوند دی. زه په دې اړه سخته خواشینې یمه.«

نوموړې زیاتوي په دې اړه د ښځو چارو ریاست، مدني ټولني، د ښځو د حقونو ملاتړي او د بشري حقونو څانګي ته په کار ده چي د ښځو په تاوتریخوالي ځان خبر کړي، هرکال له ځان سره ارقام ولري او د تاوتریخوالي د ګراف راکښته کولو له پاره کار وکړي.

د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقیعه اڅکزۍ وايي چي سږکال له ښځو سره د تاوتریخوالي راټول کړي ارقام د نورو کلنو په پرتله لوړ دي.

د اڅکزۍ په قول که څه هم اوس لا د کال یوڅو میاشتي پاته دي، خو له دوی سره د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ( ۲۵۵) پيښي ثبت دي: »پروسږکال موږ ۱۹۸ قضيې درلودې، خو سږکال ۲۵۵ پیښي زموږ سره ثبت سوي دي چي په دې کي ۷۷ وهل ټکول، له کوره تېښته ۶، نفقه نه ورکول او داسي نور...«

نوموړې په کندهار کي سږکال له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښو زیاتوالی له کرونا سره تړي، ځکه دا وايي چي نارینه تیري څو میاشتي پرله پسې وزګار په کورونو کي له خپلو ښځو سره ناست ول، چي له دې وزګارتیا څخه په کورنیو کي اقتصادي ستونزو بیا نورهم له ښځو سره تاوتریخوالی زیات کړی دی.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار