1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې گناه بند له کبله څو ميليونه يورو

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د نولس کاله بې گناه بند تیرولو له کبله يې ورته یو اشیاره اته ميليونه يورو وړانديز وکړ خو هغه رد کړ. اوس دغه ۷۴ کلن سړې د غرامت په توګه څلور اشياره درې ميليونه پورو تر لاسه کوي.

https://p.dw.com/p/3RKt1
Australien Canberra | David Eastman am ACT Supreme Court in Canberra
انځور: Imago Images/AAP/L. Coch

د استراليا تلويزوني خپرونې د رپوټ له مخې په ۱۹۹۵م کال کې د داويد ایستمن په نامه سړی د پوليسو د يو لوړ پوړې چارواکي د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.

‍خو ۱۹کاله وروسته دغه څلوراويا کلن سړی تر شواهدو پيدا کیدلو وروسته له بنده آزاد شو. دغه استراليايی اوس اوه شیاره دوه ميليونه استرالياي ډالر چې شا اوخوا څلور اشياره درې ميلونه يورو کيږي، تر لاسه کوي.

له دې پخوا ایستمن د یو اشیاره اته میليونه يورو غرامت وړانديز رد کړی وو. هغه د اکتوبر مياشتې په لومړيو کې کم تر کمه د يوولسو میليونو يورو غوښتنه کړې وه.

د دغې خپرونې د خبر له مخې، دا چې،هغه مهال د محکمې دغه پريکړې له هغه څخه د ژوند کولو او کورنۍ جوړولو فرصتونه اخیستې ول. برسیره پردې له هغه څخه دوې کوچنۍ خويندي او مور يې د ده د زندان په موده کې مړې شوي دي.

وژنه لا هم روښانه نه ده

 

د ای ب سی تلویزون د نوموړي بندې شوي د وکیل د خبر په حواله رپوټ ورکړی چي لا جوته نه ده چې دغه کس به دغه وړانديز ومني او که نه، ځکه چې له دغه وړاندیز څخه خوشاله نه دی.

دغه راز د (بي بي سي) خپرونې د خبر له مخې داوید ایستمن د خپل بند په اړه پنځه ځلې پريکړي، له ستونزو سره مخ کړي وې. د پولیسو د لوړ پوړې چارواکي وژنه لا هم روښانه شوې نه ده.

.