1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: پوليسو د پيرويس د مهاجر کمپ خالي کول پېل کړ

۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

د پيرويس په بندر کي د پوليسو له خوا د مهاجرو د «ځنګلي کمپ» د خالي کولو اقدامات پېل سول. د دې څخه تر مخه د ايدوميني کمپ هم خالي کړل سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/1IXWg
Griechenland Flüchtling im Flüchtlingslager bei Idomeni
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د يونان پوليسو د پېرويس په بندر کي د مهاجرو له خوا د نيلو سوو سالونونو او شاوخوا ځايونه خالي کول پېل کړي دي. دغه اقدامات د دوشنبې په سهار (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۸مه نېټه) پېل سول.

د دې ترڅنګ د يونان په شمال کي د پرتې سرحدي سيمې ايدوميني د اورګاډو هغه پټلۍ چي له يوې مياشتي راهيسي مهاجرو نيولي ول، هم له مهاجرو خلاص کړل سوي دي.

د سکای په نوم د يوناني تلويزيون د راپور له مخي د دوشنبې په ورځ و پيرويس ته سرويس موټرونه ورسېدل. دا د دې له پاره چي په پيرويس کي د موجودو ۳۷۰۰ پناه غوښتونکو څخه ۵۰۰ پناه غوښتونکي و نژدې پرتو سيمو ته انتقال کړي، چيري چي د مهاجرو رسمي کمپونه تمويليږي. دا په داسي حال کي چي پيرويس ته «ځنګلي کمپ» ويل کيږي ولي چي دغه کمپ رسمي بڼه نه لري بلکه پناه غوښتونکو په خپل سره دلته سالونونه او ورته بندري ودانۍ نيولي دي.

د رسنيو د راپورونو له مخي د يونان پوليس غواړي چي د روانې اونۍ تر پای پوري د پيرويس کمپ په بشپړه توګه له پناه غوښتونکو خالي کړي. دا په داسي حال کي چي په یونان کي د سيلانيانو د راتلو موسم پيليږي او ځايي خلک او چارواکي بيره لري چي که مهاجر په دغه ځنګلي کمپ کي پاته سي، نو به د سېلانيانو سره پر تړلي سيکتور منفي اغېزه وکړي.

بيره سته چي بيا به سېلانيان زړه نه ښه کوي چي د يونان دغو سيمو يا په مجموع کي يونان ته ولاړ سي. دا چي سېلانيان د يونان د اقتصاد له پاره زښت اړين دي او د ګڼ شمېر يونانيانو د معاش منبع دي، نو دغه موضوع د يونان له پاره ډېره مهمه بلل کيږي.

تلويزيوني راپورونو د يوناني پوليسو له خوا د ايدوميني د اورګاډو د پټليو خالي کول او د پيرويس له بندر څخه د مهاجرو انتقال ويديويي انځور کړی دی. پوليسو ويلي چي هغوی د ياد اقدام تر سره کولو له پاره له تاوتريخوالي څخه کار نه دی اخيستی.

د هغه وروسته چي د ايدوميني سره د اورګاډو پټلۍ آزادي سوې، نو پسله ۳۱ ورځو څخه پر دغه پټلۍ لومړي بار وړونکي اورګاډي تېر سول. د اورګاډي دغه لاره د يونان د اقتصاد له پاره مهمه بلل کيږي. خو پناه غوښتونکو دغه پټلۍ د بالکان مسير او د مقدونيې د پولي د تړل کېدو پر ضد د اجتجاج په توګه بنده کړې وه. پناه غوښتونکو د دغې پټلۍ د بېرته خوشي کولو له پاره شرط ايښی ؤ چي د بالکان مسير او د مقدونيې پوله دي بېرته ورته پرانستل سي.