يونان – په يوه ترافيکي پيښه کې لس مهاجر مړه شوي
۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبهد اسوشتيد خبري آژانس په حواله، يوناني پوليسو د ټکر شوي موټر له منځه د يوولسو مړو جسدونه راوښکلي او روغتون ته يې رسولي دي. اټکل کيږي چې د موټر چلونکي پرته پاتې نور کسان به اروپا ته تلونکي مهاجرو ول.
د پوليسو په وينا، دغه موټر تر دې مخکې هم د انسانانو د قاچاق له پاره کارول شوی دی. ياد موټر د يونان سالونيکي ښار پر لور روان وو، چې پیښه رامنځ ته شوې. دا چې په پيښه کې مړه شوي کسان د کوم هيواد اوسيدونکي ول، په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
پوليسو ويلي دي چې پر ټکر شوي موټر، د کوم بل موټر پليټ لګول شوی دی. د پوليسو په وينا دغه موټر ته په يوه چيک پواينت کې د درولو امر شوی وو، خو چلونکي يې له دريدو ډډه کړې او په کړندي سرعت له ځايه تښتيدلی، چې تر تيښتې څو شيبې وروسته له مقابل لور څخه د يوې راتلونکې باروړونکې لارۍ سره جنګيدلی دی.
پيښه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو رامنځته شوې وه. د ترافيکي پيښه تر رامنځ ته کيدو وروسته دغه موټر اور اخيستی دی. ويل شوي چې د اورلګيدنې له امله جسدونه د پيژندلو وړ نه دي. د تيزرفتار موټر له اور څخه باروړنکې لارۍ هم اور اخيستلی دی.
د دغې لارۍ چلونکی يو ۳۹ کلن يونانی دی چې برسيرن ټپي شوی دی چې پوليسو لخوا تر لمړنۍ درملنې وروسته ورته د تلو اجازه ورکړل شوې ده. په سر کې پوليسو ويلي وو چې د لارۍ چلونکی تښتيدلی دی.
يوناني پوليسو اسوشتيد خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه پيښې د تيزرفتار موټر د ډير ګړندي سرعت او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د اور وژنې يو مامور د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې په مړو شوو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دی. هغه دغه راز زياته کړه چې درې کسان د ټکر شوي موټر په ډاله کې پټ کړل شوي ول.
اروپا ته تلونکي مهاجر د قاچاقبرانو په مرسته لمړی له ترکيې يونان او بيا له يونان څخه هڅې کوي چې ځانونه د مرکزي اروپا هيوادونو ته ورسوي. پر دغو لارو ډيری وخت داسې پيښې چې مهاجر په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، پيښييږي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: