1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان پر انتقادونو سربیره د مهاجرکمپونو قرنطين غځولی دی

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

يونان چې د کرونا بحران څخه د مهاجرو پر تگ راتگ د محدويت لگولو له پاره په ناوړه گټه اخيستني تورن دی، د مهاجرو د کمپنونو د قرنطين غځولو اعلان یې کړی دی. ويل شوي چې قرنطين د جولای تر ۱۹ نیټې تمديد شوی.

https://p.dw.com/p/3er8j
Flüchtlingslager Moria-Elaionas
آرشيف انځور: د موريا کمپانځور: picture-alliance/ANE

په يونان کې د مارچ پر ۲‍۱ نيټه د مهاجر کمپونو قرنطين پيل شو چې تر اوسه ادامه لري. د يونان حکومت پر پنځم ځل د کډوالو د کمپونو د قرنطين موده وغځوله. په دې کمپونو کې ميشت مهاجر نااميده شوي او وايي چې دې وضيعت یې ژوند لا پسې سخت کړی دی.

د دې مهاجرو په خبره هغوی يوازې د سهار له ۷ بجو څخه تر ماسخوتن ۹ بجو پورې د کمپ څخه د وتلو اجازه لري او هغه هم له لسو نفرو کمه يوه ډله چې ټول شمير یې باید په ساعت کې تر۱۵۰ نفرو ډېر نه شي.

پروانه انصاري، يوه ۱۶ کلنه افغانه ده چې د «ويال» په مهاجر کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي چې د کمپ اوسيدونکي د ژوند د لومړنيو اړتياو د پوره کولو له پاره بايد د کمپ څخه د وتلو اجازه ولري. هغې وويل: «زه بايد د سودا په موخه ښار ته ولاړه شم. په ويال کمپ کې ډوډۍ ښه نه ده.»

د سوماليا يوه پناه غوښتونکي حمودي، په خيوس ټاپو کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه په رښتيا نه پوهيږم چې ولې له موږ سره دغه کار کوي. زه له دې څخه بد وړم او له وجې يې ځان حقير احساسوم.»

دې ۲۴ کلن سړي وويل چې په کمپ کې ټولنیز واټن هیڅ نه مراعتيږي او فکر نه کوي چې له روغتيایي پلوه دې دا قرنطين د مهاجرو له پاره کومه گټه ولري. هغه وويل: «ښايي هغوی يوازې غواړي چې ټول ځای په يوه تړل شوي کمپ بدل کړي، خو تړل د څه له پاره؟»

په مهاجر کمپونو کې قرنطين د بشر دوستانه کارونو لکه د جامو، پمپرونو او نورو اړينو توکو د توزيع په لار کې هم خنډ اچولی دی.

روحي اختر چې د داو طلبو مرستيدويان څخه دی او تر قرنطين دمخه به یې په خيوس ټاپو کې خلکو ته لباس توزیع کاوه، وويل: «زه نه شم کولی له خلکو سره کافي مرسته وکړم. هغوی د کمپ له داخل څخه له موږ څخه غوښتنه کوي.»

مارکو ساندرون چې په ليسبوس ټاپو کې د بې پولې ډاکترانو مرستندويه ټولنې (MSF) همغږي کوونکی دی، د قرنطين د غځولو د اعلان تر مخه ويلي ول چې دا محدويتونه له عمومي روغتيا سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه په دې کمپونو کې په کرونا د اخته کيدو پېښې نه دي ليدل شوي.

يونان چې د کرونا له کبله پکې يوازې ۱۹۲ مړه شوي، تر اوسه د اروپا د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله کم ځپل شوی، په ځانگړي توگه په دې چې تر اوسه د مهاجرو په کمپونو کې د کرونا له کبله د مړينې هیڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د آژې سمندرگي په اوږدو کې د پرتو پنځوو ټاپوگانو په مهاجر کمپونو کې د ۳۲۰۰۰ مهاجرو شتون، د سيمه ایزو اوسيدونکو جدي اندیښنې راپارولي دي.

د يونان دولت له دې ټاپوگانو څخه وچې ته د زرونو مهاجرو په انتقال بوخت دی، ځکه دې هېواد خارجي سيلانيانو ته د دوبي په دې موسم کې د داخليدو اجازه ورکړې ده.

ځيني غیر دولتي سازمانونه او مرستندويان ادعا کوي چې د کرونا په پلمه د کمپونو قرنطين کول د سيلانيانو له موسم سره تړاو لري. د خيوس ټاپو يوې اصلي اوسيدونکې او رضاکارې جني کليپوزي چې د ويال کمپ له مهاجرو سره ښايي مرسته هم کوي، وويل: «حکومت غواړي چې مهاجر د امکان تر حده په عامه محضر کې ونه ليدل شي او فکر کوي چې له دې کاره سره به لا ډېر سيلانيان راشي.»

زموږ له آرشيف څخه: