1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما په هلمند کي د خونړي بريد مسئول افغان امنيتي ځواک بللی

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

يوناما د هلمند د سنگين ولسوالۍ پر يوه باراز د خونړي بريد پړه د افغانستان پر حکومت اچولې ده. په دې بريد کې ۲۳ ملکيان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3ecG9
Afghanistan Explosionen auf Markt in Helmand
انځور: AFP/N. Mohammad

دا بريد د دوشنبې په ورځ د هلمند د سنگين ولسوالۍ په يوه بازار کې شوې وو چې ۲۳ کسان پکې ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان ول.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر(يوناما) د سې شنبې په ورځ په کابل کي ويلي دي چي د دوی د لومړيو معلوماتو له مخي په بازار کې لگېدلې مرمۍ د هاوان وه: «د يوناما د بې پلوه څيړنو موندنو ښوولې ده چې د افغانستان د ملي اردو هاوان مرمۍ د دوشنبې په ورځ د سنگين د تلفاتو سبب شوې ده.»

يوناما زياته کړې ده چې «څو متعبرو سرچينو ټینگار کړی دی چې افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو د هاوان د بريد په ځواب کې يو هاوان توغولی وو چې پر ټاکل شوی هدف نه وو لگیدلی.»

افغان چارواکو په لومړي سر کې د بريد پړه پر طالبانو اچولې وه او ولسمشر غني دا بريد د «يوې ترهگریزې حملې» په توگه غندلی وو.

د ملگرو ملتونو مرستندوی پلاوي پر افغان حکومت د دې قضیې په اړه د خپلواکو پلټنو د ترسره کولو غږ کړی دی او پر دواړو خواو یې ټينگار کړی دی چې د استوگنې په ځایونو کې دې جگړه ژر تر ژره ودروي.

طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي ول او پر افغان امنيتي ځواک یې د بريد د ترسره کولو تور لگولی وو.

وسله وال طالبان د هلمند ولایت ډیري سيمې چې د کوکنار کښت پکښې ډير دی، تر کنترول لاندې لري. په دې ولایت کې کابو هره ورځ د امنيتي ځواکونو او طالب جنگيالو ترمنځ نښتي کيږي.

تر هغه وروسته چې طالبانو د مي میاشتې پر ۲۴ نیټه د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ، تاوتريخوالی يو څه کم شوی وو خو امنتي چارواکي وايي چې دې ډلې په دې وروستيو کې پر افغان امنيتي ځواکونو خپل بريدونه زيات کړي دي.

په دې وروستيو اوونيو کې د افغانستان پر امنيتي ځواکونو، جوماتونو، د بشري حقونو پر کارکوونکو او څارنوالانو څو بريدونه ترسره شول. وسله والو طالبانو له دې څخه یې په ډيرو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي، خو پر امنيتي ځواک د بريدونو پړه یې بيا منلې ده.

په افغانستان کې تاوتريخوالی په داسې حال کې پر زياتیدو دی چې طالبان او افغان دولت د سولې د خبرو له پاره چمتووالي نيسي.

امريکا متحده ایالات په فيبروري میاشت کې له طالبانو سره تر يوه توافق وروسته چې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو زمينه برابروي، اوس په دې لټه کې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د يوه ويديويي کنفرانس له لارې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره د خبرو پر وخت ټينگار وکر چې تړون ته به ژمن پاته شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين په حواله پمپيو هم ويلي دي چې طالبانو د تړون له مخې پر ښارونو او نظامي اډو له بريدونو ډډه کړې ده، خو له دې ډلې یې غوښتنه کړې ده چې د تاوتريخوالي د کمولو له پاره لا زياتې هلې ځلې وکړي.