1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوازي چين ته بايد د وسلو ستر سوداگر و نه ويل سي

۱۳۸۹ دی ۱۶, پنجشنبه

تر اوسه داسي ويل کيدل چي چين هغه هيواد دی چي د افريقا په وچه کي په سودا گرۍ سره ديموکراسۍ ته خنډونه پيدا کوي او د نړۍ تر هر هيواد ډيري وسلي هلته استوي. خو د ناروې هيواد يوې څېړني اوس ښودلې ده چي د امريکا سوداگري ډيره ده

https://p.dw.com/p/QoIr
«چين او امريکا ته دا مهمه ده چي خپل دولتونه وساتي دا بې تفاوته ده چي د ديموکراسۍ د لاري وي او که د ديکتاتورۍ»
«چين او امريکا ته دا مهمه ده چي خپل دولتونه وساتي دا بې تفاوته ده چي د ديموکراسۍ د لاري وي او که د ديکتاتورۍ»

د ډېر وخت دپاره پرمختيايي هيوادونو خپل قوي ملګري په يوې خوا کي لټول. هغه په ديموکراتيکوغربي هيوادونو کي.

چين هم نړيوالي صحنې ته د يو قوي هيواد په حيث راداخل سو. په تېره بيا د افريقايي ديکتاتورانو دپاره داسي ښايي چي د ليري ختيځ دغه نوي ملګري ډېر په زړه پوري وي، ځکه دوی هيڅکله د يوه ښه دولتي مشرتابه او يا د بشر د حقونو په باب ځورونکي پوښتني نه کوي.

خو د بشري حقونو ګروپونه ، رسنۍ او د اروپا او امريکا سياست دچين پر دولت تور لګوي چي د افريقا د ديموکراسۍ د پرمختګ مخه نيسي.

د ناروې د پوهنتون سياسي عالمان ايندرا دې سويسا او پاول ميد فورت په دې اړه پلټني کوي چي آيا دا خبره واقيعت لري.

دوی د ستوکهولم د پيس ريسرج په نامه بين المللي انستيتوت د شواهدو له مخه د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۸ کال تر منځ د چين او متحده ايالتونو د سلاوو خرڅلاو سره مقايسه کوي.

ايندرا دي سويسا وايي چي د هغې نتيجه ګيري د تعجب وړ وه. «موږ دا معلومه کړه چي د امريکا په مقايسه چين د اوتوکراتي هيوادونو په تېره بيا افريقا سره د سلاوو ډېره کمه معامله لري. چين خپلي سلاوي پر يو څه ديموکراتو هيوادونو لکه زمبيا باندي خرڅوي. خو امريکا بيا خپلي سلاوي پر يوه غير ديموکرات هيواد لکه مصر باندي خرڅوي.»

مصر د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د خپلو سلاوو تقريباً ۹۰ په سلو کي د متحده ايالاتو څخه رانيولي دي. د واشنګتن دپاره مصر د نژدې ختيځ په کړکېچ کي يو ښه ملګري دي.

چين خپلي سلاوي تقريباً پر ټولو هغو هيوادو باندي پلوري چي ضرورت ورته لري. دغه هيواد پر سوډان باندي هم خپلي سلاوي خرڅوي، پر چا چي د غربي نړۍ څخه ډېر انتقادونه کيږي.

په پای کي چين او امريکا ته دا مهمه ده چي خپل دولتونه وساتي دا بې تفاوته ده چي د ديموکراسۍ د لاري وي او که د ديکتاتورۍ د لاري.

خو په واشنګټن کي د امريکن د پوهنتون سياسي کار پوهه ديبورا بروتيګم بيا دغه پلټني پر ځاي نه بولي، دا پر دې خبره انتقاد کوي چي د هغو شواهدو څخه چي په دغه تحقيقاتو کي ګټه اخيستل سوې ده زياتره د سلاوو د تجارت پر ارزښت باندي دلالت کوي، نه د سلاوو پر تعداد او يا د هغوی د له منځه وړو پر قوت باندي.

برويتيګم مطمينه ده چي ددغو پلټونو نتايج به بيخي بل ډول وای که د کوچنيو سلاوو په باب هم شواهد موجود وای. دا ځکه چي د زياترو افريقايي هيوادونو په داخلي جګړو کي د کوچنيو سلاوو څخه کار اخيستل کيږي، نه د قوي سلاوو څخه.

« موږ د آ کې ۴۷ په نامه کوچنيو سلاوو څخه خبري کوو. ددغو سلاوو په وسيله جنګونه تر سره کيږي. او په زياترو دغو جګړو کي د چينايي وسلو څخه کار اخيستل کيږي.البته يوازي چين نه بلکې اوکراين او پخواني شوروي اتحاد ځيني هيوادونه هم افريقايي هيوادونو ته ډېري سلاوي استوي.»

په برلين کي بيا د سلاوو کارپوهان د دغو پلټنو نتايج پر ځاي بولي هغه دا چي چين د امريکا په مقايسه د افريقا د ديموکراسۍ او بشري حقونو پر پرمختګ باندي ډېره کمه اغېزه لري.

کريستوف/ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل