1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان يو سوريايي مهاجر په شپږنيم کاله حبس محکوم کړ

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

يو ۲۰ کلن سوريايي مهاجر په آلمان کې يوې تروريستي حملې ته د سازمان ورکولو په تړاو، په شپږنيم کاله بند محکوم شو. هغه په پام کې لرل تر څو يو ډول ځواکمن چاوديدونکي توکې په يوه موټر کې ځاي پرځای کړي.

https://p.dw.com/p/39HSt
Deutschland Hamburg Prozess Yamen A., mutmaßlicher islamistischer Terrorist
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

د هامبورګ ښار ايالتي محکمې یو ۲۰ کلن سوريايي مهاجر پر شپږ نيم کاله بند محکوم کړ. د دغه کس نوم يامن آ. ښودل شوی دی. هغه په ۲۰۱۵م کال د پناه غوښتونکي په توګه آلمان ته راغلی وو. د هامبورګ ايالتي محکمې ويلي دي چې يامن آ. په آلمان کې د يوې تروريستي حملې د ترسره کولو پلان درلود.

د ايالت د امنيت شورا رئيس اولريک تايونبر وويل: «تاسو غوښتل د [انسانانو] د ژوند پر ضد داسې يو جرم ترسره کړئ، چې درجه يې د ژوند او د هيواد امنيت په خطر کې اچولو د جرم سره برابره ده.»

د ۲۰۰ کسانو د مرګ ژوبلې احتمال

دغه سوريايي ځوان چې يو کال مخکې د آلمان په شمالي ښار شويرين کې نيول شوی وو، د يوې بمي دستګاه د جوړولو له پاره يې د اړتيا وړ ټول کيمياوي مواد چمتو کړي ول. د دغه تروريستي بريد د ترسره کيدو په صورت کې په احتمالي توګه تر ۲۰۰ پورې کسان مړه او ټپيان کيدل. ويل شوي چې دغه ځوان غوښتل چاوديدونکي مواد په يوه موټر کې ځای پرځای کړي.

هغه څو ځله له نورو غوښتي وو چې د چاوديدونکو موادو په جوړولو کې ورته لارښونه وکړي. هغه څو ځله هڅه کړې وه چې د «استون پروکسيد» په نوم چاوديدونکو مواد کوم چې ډير ځواکمن او حساس دي، جوړ کړي.

د محکمې شواهد ښيي چې يامن آ. د نيول کيدو تر وخته په ډير کلک هوډ د خپل پلان د ترسره کولو په هڅه کې وو. په همدې دليل، محکمې هغه ته د څارنوالانو له غوښتنې څخه د بند يو کال ډیره موده په نظر کې نيولې ده. څارنوالان دغه سوريايي مهاجر ته د پنځه نيم کاله بند حبس غوښتونکي شوي ول.

افراطيت ته مخه کول

يامن آ. شاوخوا ۴ کاله مخکې د خپل مور او پلار په سپارښتنه له سوريې وتلی وو. د هغه مور او پلار نه غوښتل چې زوی يې د پوځيانو په ډله کې ورګډ شي. دغه کس د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې هغه وخت افراطيت ته مخه کړه چې د انترنيت له لارې د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې له عقايدو اغيزمن او ملاتړ يې پيل کړ.

د دغه ځوان مدافع وکيل هغه ته د برائت ورکولو غوښتونکی شوی دی. د قانون له مخې د محکمې دغه حکم تر اوسه نهايي شوی نه دی او په هغه کې د بدلون راوستلو امکان شتون لري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: