يو سړی ولي له خپل واده څخه وتښتيد؟
۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعهاعلان
د کاراکول تلويزيوني چينل د خبر له مخي، د دغه کس د راتلونکي ميرمني کورنۍ هغه وخت پوليسو ته خبر ورکړ چي دغه ۵۵ کلن سړي د هويلا ولايت په پيتاليتو کي د جعلي وسله والو له خوا پر يوه موټرسايکل وتښتول سو.
په دې ډول امنيتي ځواکونو سيمه محاصره او ستري پلټني پيل کړې. په دغو عملياتو کي امنيتي ځانگړو ځواکونو هم برخه واخيسته. بالاخره پوليسو بيا دغه سړی د هغه د خپلوانو په يوه کور کي پيدا کړ.
د پوليسو مشر جوواني کيپيدا ويلي دي چي» هغه نه غوښتل واده وکړي«.
ويل کيږي چي يو کال مخکي هم دغه سړي په عين شکل هڅه کړې وه چي د خپل واده مخه ونيسي. د هغه پر وړاندي اوس د يوه جرم د تظاهر ورکولو له امله پلټني پيل سوي.