1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يخچالي لارۍ کې پټ ۲۶ مهاجر وژغورل شول

۱۳۹۶ مرداد ۸, یکشنبه

فرانسه کې د يوه ماشوم په ګډون ۲۶ تنه مهاجر چې په يوې يخچال لرونکې لارې کې پټ کړل شوي ول، وژغول شول. دغو مهاجرو غوښتل له دې لارې ځانونه بريتانيا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2hNbd
Migranten Großbritannien
انځور: picture-alliance/dpa

دغه یخچال لرونکې لارۍ د فرانسې په دانکرک ښار د سوداګريزو او مساپر وړونکو کشتيو په يو ترمينل کې پارک شوې وه.

انساني قاچاق وړنکو په دغې لارې کې د يوه کوچني ماشوم په ګډون ۲۶ تنه ځای پرځای کړي ول. امنيتي مسئولانو په ترمينل کې د لارې په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د ژغورنې ډله خبره کړه.

د ژغورل شوېو په ډله کې يو دوه کلن ماشوم چې ظاهرا عراقی ښکاري، روغتون ته ليږدول شوی دی. ژغورل شويو مهاجرو ويلي دي چې دوي غوښتل بريتانيا ته ځانونه ورسوي.

فرانسې ته رسيدلي ډیری مهاجر نغواړي چې په دغه هيواد کې پاتې شي. دغه مهاجر چې اکثره يې د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو دي، فرانسې ته په دې موخه راځي چې بيا وروسته د مانش کانال له لارې ځانونه بريتانيا ته ورسوي.

دوي په دې هيله او ګمان دي چې بريتانيا کې به ښه ژوند ولري. ځينې وخت د دغو خطرناکو سفرونو پر مهال مهاجر خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. په ځانګړې توګه په لاريو او کانتينرونو کې د پټيدو په پيښو کې تر اوسه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډيری هغه قاچاقبران چې دغه ډول سفرونه تنظيموي، نه نيول کيږي. د دغې نوې پيښې په تړاو هم تر اوسه څوک ندي نيول شوي او نه يې هم د عاملانو په اړه څه معلومات په لاس کې شته.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.06.2017):