1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ویسټ انډیز په ټیست لوبه کې افغانستان ته سخته ماتې ورکړه

۱۳۹۸ آذر ۸, جمعه

ویست انډیز د افغانستان ملي لوبډلې ته په ټیست لوبه کې په نهو ویکټو او درو ورځې کې ماتې ورکړه. که څه هم په دې لوبه کې ځینې افغان توپ اچوونکي ښه وځلیدل، خو افغان توپ وهونکي د منډو په جوړولو و نه توانیدل.

https://p.dw.com/p/3TvgI
Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/STR

افغان لوبډلې د ټیسټ لوبې په دریمه ورځ هم د دویمې پاڼۍ منډو جوړولو بهیر ته دوام ورکړ. هغوی لوبه په داسې حال کې پیل کړه چې یوازې په ۱۰۹ منډو یې اووه لوبغاړي لا په دویمه ورځ سوځیدلي ول. دریمه ورځ د افغان توپ وهونکو له پاره ډیره اوږده نه وه، خو یوازې د ۱۱ منډو له جوړولو سره ټول وسوځیدل.

په دې ترتیب نو افغان لوبډلې د ویسټ اندیز له پاره د ۳۰ منډو هدف وټاکه ځکه ویسټ اندیز په خپلې لومړې پاڼۍ کې له افغانستان څخه ۹۰ منډې مخکې وو. د افغانستان سیالې لوبډلې دغه مڼدې یوازې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره پوره کړې او په ترتیب یې ټیست لوبه وګټله.

افغانستان تر اوسه پورې څلور ټیست لوبې کړي دي چې له ډلې څخه یې دوه بایللي او دوه یې ګټلي دي. هند هم تر دې مخکې افغانستان ته په لومړي ټیست لوبه کې یوازې په دوو ورځو کې ماتې ورکړې وه. خو افغانانو بیا ایرلند او بنګله دیش هیوادونو ته د کریکټ لوبې په دې فارمټ کې ماتې ورکړي دي.

د ویسټ اندیز لوبډلې په بریا کې تر ټولو ډیره ونډه دې ورو توپ اچوونکي راکیم کورنوال، وه چې په دوو پاڼیو کې یې د ۱۲۱ منډو په ورکولو سره لس افغان لوبغاړي وسوځول.

(ms/nz (ap