1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د کوزوو بحران تر اوسه نه دی حل شوی؟

۱۳۹۷ بهمن ۲۰, شنبه

شل کاله مخکې هوکړه وشوه تر څو د کوزوو او سربستان تر منځ پخوانی بحران حل شي خو لا تر اوسه هم د دوي ترمنځ ترنګلتيا شتون لري. د دغې مسئلې دليل په څه کې دی؟ هغه کوم عوامل دي چې د دغه بحران د هواريدو مانع واقع کيږي؟

https://p.dw.com/p/3D3Ii
NATO Kosovo
د ناټو سرتيري د کوزوو په پريڅرن ښار کې د ګزمې پر مهال انځور: picture-alliance/dpa/V.Xhemaj

شل کاله مخکې په همدغو ورځو کې د فرانسې رامبوله ښار د کوزوو او سربستان د اوږدمهاله بحران په اړه د يو نړيوال کنفرانس کوربه وو. بلګراد په دغه کنفرانس کې مطرح شوي وړانديزونه رد کړل. تر هغې وروسته ناټو تر دوهمې نړيوالې جکړې وروسته د ۱۹۹۹م کال د مارچ مياشتې په ۲۴مه د لمړي ځل له پاره خپل جنګي ماموريت پیل کړ. په نتيجه کې د سربستان پوځ او نور داوطلب بنسټونه له کوزوو څخه چې د ۸۰۰ زره آلبنيايانو کور وو، په شا شول.

کوزوو په ۲۰۰۸م کال کې په رسمي توګه له سربستان څخه خپله خپلواکۍ اعلان کړه او د تر ټولو ځوان اروپايي هيواد په توګه، لږ يا ډير د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت وپيژندل شو. په بالکان سيمه کې پروت د دغه کوچني اروپايي هيواد له امنيت څخه د ناټو(KFOR) ماموريت حفاظت کوي.

اروپايي ټولنه له لسو کلونو راهيسي هڅې کوي تر څو له کوزوو څخه د «اويلکس» (EULEX) په نوم د تر ټولو لوی ماموريت له لارې يو قانونمند او دموکراتيک هيواد جوړ کړي.

فساد او بیکاري

خو کوزوو اوس هم د جهان له تر ټولو فاسدو هيوادونو څخه شميرل کيږي. رسنۍ او قضائيه قوه د مخکښو سياستوالو سره تړلي دي. وسلې، مخدره مواد او انساني قاچاق، د دغه هيواد د مهمو «عایداتي عوايدو سرچينو» څخه شميرل کيږي. په دغه هيواد کې د بيکارۍ کچه لوړه ده او هر څوک هڅه کوي تر څو د لويديځې اروپا هيوادونو ته مهاجرت وکړي.

په سربستان کې هم دې ته ورته شرايط دي، سربيره پر دې چې دغه هيواد هڅه کوي د اروپايي اتحادېې غړيتوب تر لاسه کړي. د اروپايي اتحاديې کميسيون ۲۰۲۵م کال د په اروپايي اتحاديه کې د سربستان د احتمالي يو ځای له پاره په پام کې نيولی دی. که څه هم اورپايي ټولنې له ډيرو کلونو راهيسې د دغو دوو هيوادونو ترمنځ کړکيچ کې منځګړيتوب کوي خو د دغه کړکيچ د ختمولو له پاره تر اوسه هم د پام وړ پرمختک نه ترسترګو کيږي. حتی تر دې چې د سربستان پارلمان اوس اروپايي ټولنې ته د «بې غاښه پړانګ» نوم کاروي او ملنډې پر وهي.

KFOR-Soldaten in Rudare, Kosovo
د ناټو يو سرتيری په کوزوو کې د ګزمې پر مهالانځور: Reuters/L. Hasani

ولې د اروپايي ټولنې او متحده ايالتونو د ډيرو هڅو، د ډير شمير کارپوهانو او ديپلوماتانو د فعاليتونه  او د څو ميليارډو يورو لګښتونو سره سره اوس هم د کوزوو او سربستان تر منځ بحران موجود دی؟ په دغې سيمه کې د تيروو اوونيو په ترڅ کې شرايط حتی نور هم خراب شول او د بلګراد او پريستينا تر منځ مشاجره رامنځ ته شوه.

د کوزوو بحران د حل له پاره هيڅ تمايل نه ليدل کيږي

د کوزوو آلبانيايانو تصميم نيولی چې خپل پوځ جوړ کړي. پر وړاندې يې د سربستان غبرګون قهرجن دی. پريستينا د سربستان پر وارداتی توکو باندې د ۱۰۰ سلنې ماليه وضع کړې ده. د نوې ماليې په وضع کولو سره، د سربستان اقتصاد په رسمي توګه له ۱۰۰ ميليونو يورو څخه ډير زيان ليدلی دی. د کوزوو پارلمان په تيرو اوونيو کې د «تريپچا» کان هم ملی اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې دواړه ګاونډي هيوادونه تل د دغه کان پر ملکيت اختلافات لرلي دي.

سربستان

وروستيو څيړنو ښودلې چې مسکو هيڅ تمايل نه لري چې د کوزوو مسئله دې په نهايت کې حل شي. که چيرته دغه بحران حل شي په هغه صورت کې روسيه په دغې سيمه کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي. روسيې د امنيت په شورا کي د کوزوو په اړه هغه تصميمونه وېتو کړل چي د روسيې په فکر د دغه هيواد د ملګري سربستان د ګټو پر خلاف ول. په دې ترتيب، د سربستان موقف د بالکان سيمې د تر ټولو مهم او لوی هيواد په توګه تثبيت شو.

د سربستان ولسمشر ووچيچ د کوزوو له مسئلې سره رالوی شوی دی. هغه د سلوبودان میلشویچ نژدې همکار وو هغه څوک چې په ۲۰۰۶م کال کې د ۱۹۹۰ لسيزې د جنګي جرايمو په ارتکاب «دنهاګ» محکمې ته ودرول شو. ووچيج ۷ کاله کيږي چې د سربستان واک په لاس کې لري. هغه برلين، بروکسل او واشنګتن سره ژمنه کړې ده چې د کوزوو د بحران د حل له پاره به کار کوي، چې په بدل کې لويديځوالو د هغه لاس د خپل هيواد په داخلي سياست کې خلاص پريښی دی.

هيڅ څوک د ووچيج د اقتدار طلبه حکومت څخه نيوکې نه کوي. د دې ټولو سرسره، دا چې ولسمشر په واقعيت سره غواړي د کوزوو بحران پاي ته ورسيږي، د لويديځوالو له تمې ډيره لرې خبره ده.

کوزوو

په کوزوو کې هم سياستوالان د خپل ګاونډي هيواد سربستان سره د موجوده ترنګلتيا د دوامداره حل له پاره علاقمندي نه ښيي. ولسمشر هاشم تاچی او د حکومت مشر راموش هاراديناج دواړو د سربستان پر وړاندې د پوځي جګړې موقف نيولی دی.

دغه افراد تر اوسه هم خپل ماهيت د سربستان په تړاو خلاف تعريفوي. دغه راز په سربستان او کوزوو کې د اپوزيسيون ډلې هم له حکومتونو څخه لا افراطي او راديکالي دي. په بلګراد کې ناسيونالیست اپوزيسيون پر وچيج د دې له پاره په خيانت تورنوي چې له کوزوو سره خبرې کوي.

په کوزوو کې هم ناسيونالیست اپوزوسيون په يو وار له سربستان سره خپل ټول قراردادونه او اړيکې تر هغه وخته پرې کوي چې دغه هيواد کوزوو په رسميت وپيژني.

د کوزوو بحران ته د نړۍ کتنه

نړۍ د دونالد ترمپ په حکومت کې مختلفې تجربې کړي دي؛ د دونالد ترمپ په خارجي سياست کې هم د بالقان مسئله په نظر کې نه ده نيول شوې. اروپايي اتحاديه هم په وروستيو کلونو کې خپل نه برياليتوب ته په کتو، داسې ښکاري چې ځان شاته راکاږي. هيڅ څوک داسې فکر نه کوي چې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مسئول فدريکا موګريني دې د اروپا پارلمان د انتخاباتو په مخ کې يو ځل بيا د کوزوو بحران يو حل لارې ته ورنژدې کړي.

دویچه وله / ع. ح/ م. ک. ص