1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

دولت ځدراڼ د ويست اينډيز پر وړاندې لوبو کې نه دی نيول شوی

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

افغانستان له ويست اينډيز سره د کريکټ په نړيوالو سیاليو کې تېز توپ اچونکی دولت ځدراڼ نه دی نيولی. دغه يو ورځنۍ او شل اوريزې نړيوالې سيالۍ راتلونکې مياشت په هندوستان کې پيليږي.

https://p.dw.com/p/3Rz8D
ICC Cricket WM 2019 England - Afghanistan
انځور: Reuters/Action Images/J. Cairnduff

د اسوشتيد پريس خبري آژانس خپل د شنبې ورځې (د اکتوبر ۲۶مه) په يوه رپوټ کې ويلي دي چې د افغانستان او ويست اينډيز تر منځ يو ورځينو نړيوالو سياليو له پاره افغان لوبډلې د دولت ځدراڼ تر څنګ بل تېز بالر حميد حسن او همدا رنګه سميع الله شينواری، حشمت الله شهيدي او نورعلي ځدراڼ هم نه دی نيول شوي.

د افغانستان ټيم ته د لوبغاړو د غوره کولو مسئول، اندريو جيمس موليس په دې اړه يوې اعلاميه کې ويلي دي: »تر نړيوال جام سياليو وروسته موږ په سکواډ کې شپږ بدلونونو رامنځ ته کړل. دغه بدلونونه زموږ د هغو هڅو يوه برخه ده تر څو په راتلونکې کې مو د يو ښه ټيم په لرلو کې پرمختک کړی وي.«

په تير شل اوريز نړيوال جام کې افغانستان د نوي کپټان ګلبدين نائب په مشرۍ ونه توانيد چې يوه لوبه هم وګټي. تر هغه وروسته افغانستان د بنګله ديش او زيمبابوې سره په درې اړخيزه تورنمنت کې بيا وشو کولای چې بنګله ديش ته ماته ورکړي.

په سکواډونو کې څوک شامل دي؟

Afghanistan Cricket-Team (Bildergalerie) Hamid Hassan
حميد حسن انځور: D. Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان او ويست اينډيز ترمنځ يو ورځنې نړيوالې لوبې د هندوستان په شمالي ښار لکنو کې د نومبر مياشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه ترسره کيږي. تر دغو لوبو وروسته به درې شل اوريزې لوبې هم ادامه ولري. دغه لوبې د نومبر په ۱۴مه، ۱۶مه او ۱۷مه ترسره کيږي په داسې حال کې چې د نومبر له ۲۷مې به تيست لوبې هم پيليږي.

موليس وويل چې د تيست لوبې سکواډ به د شل اوريزو لوبو څخه وروسته معرفي شي.

د يو ورځنيو نړيوالو سياليو له پاره د افغانستان سکواډ په دې ډول دی: راشد خان (کپټان)، اضغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاويد احمدي، افسر ځاځی، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، شرف الدين اشرف، ابراهيم ځدراڼ، يمين احمدي، نوين الحق، اکرام عليخيل او مجيب الرحمن.

د افغانستان د شل اوريزو سياليو سکواډ په دې ډول دی: راشد خان (کپټان)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابراهيم ځدراڼ، جاويد احمدي، رحمت الله ګربز، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، شرف الدين اشرف، فريد احمد، يمين احمدزی، نوين الحق، سعيد احمد شيرزاد، مجيب الرحمن.

/mks/ns/https://twitter.com/AP_Sports