1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي چين غواړي اسلام له خپل کلتور سره عيار کړي؟

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

د چين حکومت غواړي چي په يوه پنځه کلن پلان سره اسلام له خپل کلتور سره عيار کړي. خو دې موضوع ډېر غبرگونونه راپارولي دي. خو آیا چين به په ننني نړيوال پير کې خپل دغه هدف ته ورسيږي؟

https://p.dw.com/p/3BEZO
China Kaschgar Mosche chinesische Fahne
انځور: Getty Images/K. Frayer

چين ځان ډېر پرانیستی معرفي کوي او داسې ښيي چې په شينجيانگ کې يې داسې څه نه دي کړي چې بايد پټ یې وساتي. خو په عين وخت کې اټکل کيږي چې هلته ښايي ۲۳ ميليونه مسلمانان د خلکو د گوند د اطاعت کوونکو چينانانو په توگه روزل کيږي.

چين وايي چې په شينجيانگ کې به د «افراطيت د مخنيوي له پاره له خپل بريالي پروگرامه» پر شا نه شي. خو د شينجيانگ ايالت گورنر شورت ذاکر د يکشنبې په ورځ په ايالتي مرکز اورومچي کې وويل چې د «وخت په تیریدو سره لږ کسان د زده کړې او روزنې په دې دولتي پروگرام کې گډون» کوي.

دا خبر رويترز خبري آژانس ورکړی دی. د رويترز ژورناليستان د بهرنيو ژورناليستانو په هغه ډله کې شامل ول چې په اصطلاح د مسلکي زده کړو مرکزونو ليدو ته ورغلي ول. د اټکلونو پر اساس د روزنې په دې کمپونو کې تر يو ميليون پورې ايغوريان روزل کيږي.

د دې ډول درو کمپونو د ليدنې پر وخت هلته ميشتو د چينايي ساتونکو په حضور کې وويل چې دوی پخپله خوښه دلته اوسي څو ځان له افراطي افکارو خلاص کړي. کمپونو ته د ژروناليستانو ورتگ د چينايي چارواکو تر سخت نظارت لاندې ترسره شو.

شينجيانگ ته هر کله راشئ خو...

په هانگ کانگ کې د بشري حقونو د ټولنې هيومن راېتس واچ څخه مايا وانگ وايي: «دا چې چين دې کمپونو ته د بهرنيانو د ورتگ له کبله ناآراميږي، معنا يې داده چې نړيوال فشار خپل اغیز لري.»

د روژناليستانو د سفر دمخه چين د ۱۲ هيوادونو ديپلوماتانو ته هم دې کمپونو ته د ورتگ او ليدني زمينه برابره کړې وه. په دغو هيوادونو کې روسيه، اندونیزيا، هند، تاېلند او قزاقستان شامل دي.

China Islamische Frauen lesen den Koran in Yinchuan
د هويي لږکۍ ښځې انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynolds

د چين د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې د ملگرو ملتونو په گډون د ټولو اړخونو استازي هر وخت شينجيانگ ته سفر کولی شي، «په دې شرط چې هغوی د سفر اړوند شرايط په نظر کې ونيسي، د چين په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي او بې طرفه او پر واقعيت ولاړ دريځ غوره کړي.»

خو د آلمان د حکومت د بشري حقونو ځانگړې استازې بيربل کوفلر څه موده مخکې شينجيانگ ته د سفر اجازه ترلاسه نه کړای شوه.

د اسلام ـ سياست پنځه کلن پلان

په داسې حال کې چې د چين مشرتابه په شنيجيانگ کې شافيت ته د چمتووالي اشاره کوي، په عين وخت کې په چين کې په اصطلاح «د اسلام چينايي کول» پر مخ روان دي. د « Global Times » انگلسي ژبې چينايي ورځپاڼې په حواله د دې هدف له پاره يو پنځه کلن پلان جوړ شوی دی چې د جنورۍ مياشتې په سر کې پرې د اتوو ايالتونو او سيمو د اسلام استازو په پيکنگ کې په څو کاري ډلو کې بحثونه وکړل.

د چين د خلکو گوند د يووالي جبهې د څانگې يوه کارکوونکي وويل چې ۲۰۱۹م کال به د اړوندو مقررات د عملي کولو له پاره پريکړنده وي او دا چې د چين مسلمان اوسيدونکي به «خپل سياسي دريځ ته تغير ورکړي او بايد د گوند له لارې پر مشرتابه باور پيدا کړي.»

China Moschee zu Xi’an
په ژيان کې په چينايي طرز جوړ شوې مسجدانځور: picture alliance/dpa/A. Far

د اسلام د سياست  په هلکه د غونډې يو څو ورځې ترمخه حکومت په سويل ختیځ ايالت يون نان کې درې په اصطلاح «غير قانوني» مساجد د پوليسو د يوه چاپې په ترڅ کې وتړل. پوليسو د هويي د مسلمان اقليت څو غړي په زور له دغو مسجدونو څخه را وايستل. بايد وويل شي چې د هويي مسلمان اقليت ژبه هم چينايي ده او دوی له څو پيړيو راهيسې ځانونه د چين له کلتور سره عيار کړي دي.

د رپوټونو په حواله په تيرو لسو کلونو کې د وايسهان په سيمه کې د يوه مسجد د ثبتولو ټول غوښتنليکونه رد شوي دي.

د «پرديو عربي» اغيزو پر ضد

د يون نان ایالت مسلمان اقليت تر اوسه له دولتي زورزياتي څخه نسبتاً په امان دی.  يون نان ايالت له لاوس او ميانمار سره شريکه پوله لري. د هويي چينايانو د استوگنې په نورو سيمو ننگژيا او گانسو کې د کانگ کانگ د « South China Morning Post » ورځپاڼې په حواله په دې وروستيو کې له مسلمانانو سره يو لړ ناوړه پېښې وليدل شوې چې په هغه کې د مسجدونو او عربي ژبو ښوونځيو تړل شامل دي.

د اوکلاهوما پوهنتون د چين د اقليتونو د سياست امريکايي کارپوه ديود ستروپ په دې ډول اقداماتو او همدا راز په تازه پيښو کې د چينايي سياست يوه روښانه کرښه ويني. د نوموړي په آند دا نه يوازي د هغو اسلامي تاسيساتو پر ضد ده چې نه دي راجستر شوي، بلکې په اصل کې د ټولو «پردو» تعميرونو او تاسیساتو مخالفت کوي. په تيره بيا په عربي طرز جوړ شوي مساجد بايد په ښار کې ونه ليدل شي. همدا راز عربي ژبي لوحې هم بايد لږ شي.

د ميريلند د فروستبورگ د دولتي پوهنتون څخه تاريخپوه هايون ما په دې آند دی چې چين هڅه کوي مسلمانان اوسيدونکي یې د نړۍ له نورو مسلمانانو سره هيڅ ډول کلتوري اړيکې ونه لري.

زموږ له  آرشيف څخه: