1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي ځینو اسیایانو ته د آلمان ویزې ترلاسه کول سخت دي؟

۱۳۹۷ تیر ۴, دوشنبه

د دویچه ویله له خوا د ځينو اسنادو څیړنه ښيي چې د آلمان د ویزې اخیستلو له پاره ډیري عریضې له اسیا څخه دي. په دې سیمه کې له هرو لسو مراجعینو څخه یوه ته یې ویزه نه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/30DuS
Fluhhafen Lufthansa Streik Symbolbild Visa EU USA
انځور: picture alliance/AP Photo/M.Probst

هر اسیايي چې د آلمان د اوږده اقامت ویزې ترلاسه کولو هڅه یې کړي وي، پوهیږي چې دغه بهیر څومره له جنجالونو ډک دی. ځيني خو وایي چې په وروستیو څو کلونو کې دغه بهیر لا پسې ستونزمن شوی دی.

په آلمان کې د یوه چینايي رستورانت خاوندې دویچه ویله ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې له اوږدي مودې راهیسې په خپل رستورانت کې له چین څخه د یوه اشپز د ګومارلو هڅه کوي، خو د دغه اشپز د ویزې غوښتونلیک څو واري رد شوی دی. هغه زیاتوي چې دغه کس تر دې مخکې پر ته له ستونزي د آلمان ویزه تر لاسه کړې وه.

د رستورانت دغه خاونده وايي چې دا هر څه په وروستیو کلونو کې په آلمان کې د کار ویزې تر لاسه کولو د شرایطو سختیدل په ډاګه کوي. خو په آلمان کې میشت د کاروبار ټول خاوندان بیا په دې نظر نه دي.

د یوه چینایي شرکت د بشري منابعو مسوولې، بیا له دویچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې هغه له کلونو راهیسې د خپل شرکت کارکوونکو ته د کار وېزه اخلي او تر اوسه پورې له کومې ستونزې سره نه ده مخامخ شوې: «که یو څوک یوه لوی چینایي شرکت ته کار وکړي، نو دا کار بیا سخت نه وي.»

هغه ټینګار کوي چې د ویزې ترلاسه کولو پر مهال د آلمان د قوانینو په پام کې نیول او د ټولو اسنادو چمتو کول ډیر اړین دي.

د دویچه ویله خبریالانو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ له اسیا څخه په آلمان کې د اوږده اقامت د ویزې غوښتونلیکونه څیړلي دي. د اوږده اقامت په ویزو کې د کار، زده کړې او له کورنۍ سره یوځای کیدو ویزې شاملې دي. د شنګن لنډ مهاله توریستې ویزه بیا نه په دې کټګوري او نه هم په دې بخش کې شامله ده.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د آلمان په ټولو سفارتونو او قنسلګریو کې د اوږدې اقامې غوښتنلیکونه ۵۸ سلنه لوړ شوي دي خو په دغو دیپلوماتیکو ادارې کې د ویزو د ردیدو پیښې پیا ۱۳۱ سلنه ډيري شوي دي.

په دې موده کې ۶۱ سلنه غوښتنلیکونه له اسیا څخه ول چې له هرو لسو څخه یې یو رد شوی دی.

خو د ردیدو سلنه هم د اسیا د بیلابیلو هیوادونو په تړواو ډیر زیات توپیر لري. د بیلګې په توګه د بنګله دیش هر څلورم متقاضي ته د آلمان ویزه نه ورکول کیږي. په چین کې د هر شلم کس ویزه ردیږي او په جاپان کې بیا د هرو سلو کسانو له ډلې څخه یوه ته یې په آلمان کې د اوږد اقامت ویزه نه ورکول کیږي.

ولي هیوادونه یو له بل سره توپیر لري؟

د دې موضوع اصلي لامل په ګوته کول چې ولې د ځینو هیوادونو وګړو ته ډیري او د ځینو نورو ته بیا کمې ویزې ورکول کیږي، ستونزمن کار دی. د آلمان د بهرنیو چارو فدرالې ادارې په دې اړه له دویچه ویله سره له خبرو ډډه کړې ده. خو دې ادارې په یوې بیانیه کې روښانه کړې ده چې د ویزې د ورکړې پریکړي د سفارتونو او قنسلګریو له خوا د یوې بې طرفه کرایتریا له مخې کیږي.

د ویزو متقاضیان باید داسې اسناد برابر کړي چې وښيي هغوی په آلمان کې خپل لګښتونه پوره کولی شي او یا دا چې داسې څوک پیژني چې د هغوی لګښتونه پر غاړه واخلي. د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د ویزو متقاضیان باید د باور وړ دلایل هم ولري. د کورنۍ د الحاق د ویزو په صورت کې باید متقاضي ثابته کړه چې میړه یا میرمن یې په آلمان کې ژوند کوي.

د بهرنیو چارو وزارت خپلو سفارتونو ته دا سپارښتنه نه ده کړې چې په ځانګړو هیوادونو کې د ویزو متقاضیانو ته د نورو په پرتله سخت شرایط وټاکي. د بهرنیو چارو وزارت دویچه ویله ته په استول شوې بیانیه کې دا هم لیکلي دي چې په آلمان کې د کار په موخه د ویزې ترلاسه کول د نورو په پرتله اسانه ده. زیاته شوې ده چې د کورنیو د الحاق په صورت کې بیا یو څه ستونزي د جعلي اسنادو له کبله رامنځ ته کیږي.

آلمان اوس د افغانستان، بنګله دیش، هندوستان او پاکستان اسناد سمدلاسه په رسمیت نه پیژني او باید دغه هیوادونه یې په خپله له رسمي مراحلو تیر کړي ترڅو په آلمان کې د یوه سند په توګه وپیژندل شي. د دې کار هدف د جعلي اسنادو د وړاندې کولو مخنیوی دی.

د مهاجرت څیړونکی یوچین التمیر، وایي چې د ویزې د متقاضي تابعیت د هغه په برخه کې د بریکړي نیولو په موضوع کې نقش لري. هغه دویچه ویله ته وویل: «په عین حال کې د ویزې د متقاضي په هیواد کې سیاسي وضعیت هم په دې برخه کې مهم نقش لري.»

له بل اړخه د هر هیواد شرایط او له آلمان سره د هغه اړیکې هم د ویزو په ورکړه کې مهم نقش لوبوي. د بیګلې په توګه آلمان هندوستان ته د تکنالوژي او کمپیوتر د پوهې لرونکو کسانو په سترګه ګوري. چین بیا د دې هیواد د پراخ اقتصادي ځواک په پام کې نیولو سره د ورځې په تیریدو سره لا پسې مهمیږي. التمیر وایي چې په نورو مواردو کې بیا لیدل کیږي چې ایا یو متقاضي آلمان ته له راتلو سره د دې هیواد امنیت او ټولنیز ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي او که نه.

د اکثریت مسلمان میشته هیوادونو له پاره سخت شرایط؟

 

التمیر په دې باور نه دی چې د یوه کس دین دې د آلمان د ویزې په ترلاسه کولو کې د هغه پر چانس باندي مستقیمه اغیزه ولري خو هغه وایي چې په دې برخه کې مهمه خبره دا ده چې د متقاضي په هیواد کې د دین موضوع په آلمان کې څرنګه ارزول کیږي. هغه اندونیزیا ته اشاره کوي چې په آلمان کې د منځلارو مسلمانانو په توګه ګڼل کیږي چې کیدای شي په آلمان کې د دې هیواد د ویزې د متقاضیانو غوښتنلیکونه کم رد شي.

د دویچه ویله څیړنې ښيي چې آن د آلمان د ویزې له پاره په ځینو هیوادونو کې د عریضي د ورکړې امکانان هم محدود دي. په تیرو درو کلونو کې له افغانستان څخه یوازې ۹۰۰۰ غوښتنلیکونه ورکړي شوي دي چې د التمیر په خبره دا ډیره کښته شمېره ده.

د افغانستان امنیتي وضعیت او ډيرو افغانان له پاره د آلمان سفارت ته د رسیدو ستونزمنیتا، د کمو غوښتنلیکونو تر شا د لامل په توګه په ګوته شوې ده.