1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي ځينو خلکو له واتس اپ کارولو څخه لاس اخيستی؟

۱۳۹۹ دی ۲۵, پنجشنبه

د واتس اپ له خدماتو څخه د ورځنۍ استفادې په اړه وروستي شرایط ددې باعث سوي چي د هغه ځیني کاروونکي ترې لاس واخلي او د واتس اپ نورو رقیبو اپلیکشنونو ته مخ واړوي. خو په دې هکله د خلکو د اندیښنو دلیل او د واتس اپ جواب څه دی؟

https://p.dw.com/p/3nuHM
WhatsApp - Instant-Messaging-Dienst
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

په فیس بوک پوري مربوط اپلیکیشن، واتس اپ خپلو کاروونکو ته پس له هغه د هغوی د خصوصي حریم د ساتلو په هکله ډاډ ورکړ چي، ډیرو خلکو د هغه رقیب اپلیکیشن تلګرام او سیګنال ته مخه کړه.

د فیسبوک مسؤلینو د خپلو کاروونکو ددغي اندیښنې په جواب کی ډاډ ورکړ چي نوي تغیرات به د هغوی مکالمې ته زیان ونه رسوي او دغه بدلونونه له واتس اپ څخه په تجارتي استفادې پوري اړه لري.

د فیسبوک د مسؤلینو څخه یو تن او د انستاګرام مشر، آدم موسیري وویل چي د واتس اپ له خدماتو څخه د ورځنیو استفادې د شرایطو په هکله په تیرو څو ورځو کي ډیر غلط معلومات خپاره سوي دي.

د واتس اپ له خدماتو څخه د ورځنۍ استفادې د نوو شرایطو پر اساس که له اروپا څخه دباندي، د هغه کاروونکي د فبرورۍ تر اتمي پوري موافقه و نه کړي، نو هغوی به ددغي پیغام رسوونکي شبکې له خدماتو څخه محروم سي. دغي موضوع اوس سخت انتقادونه راپارولي دي.

د دغي شبکې له خدماتو څخه د ورځني استفادې شرایط، د واتس اپ او فیسبوک او نورو مربوطه اپلیکشنونو لکه انستاګرام او مسنجر ترمنځ د لا زیاتو معلوماتو شریکول ممکنوي، خو د هغو پیغامونو محتوا چي د واتس اپ له لاری تبادله کیږي، د کوډ په ورکولو سره همداسي پټ ساتل کیږي.

ډيره خلک له دې ويره لري چي د واتس اپ معلومات يې له فيسبوک سره شريک نه سي
ډيره خلک له دې ويره لري چي د واتس اپ معلومات يې له فيسبوک سره شريک نه سيانځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager

موسیري وویل: «موږ نه ستاسو پیغامونه وینو او نه هم مکالمې اورو او نه هم فیسبوک دا کارونه کوي.»

هغه زیاته کړه «موږ دا نه یاداشتوو چي یو کاروونکی چاته پیغام استوي او یا هم زنګ وهي. موږ ستاسو موقعیت چي له نورو سره یې شریکوی، نه وینو او فیسبوک هم دا کار نه کوي.»

د واتس اپ په حواله، د موقعیت په اړه ارقام چي د پیغام ترنامه لاندي استول کیږي، د نورو عادي پیغامونو په څیر ټولو ته کوډ ورکول کیږي او څوک نه سي کولای هغه ولولي.»

واتس اپ په یوې اعلامیې کی ویلي دي: «موږ تجارتي سازمانونو ته دا انتخاب ورکوو چي د فیسبوک له مصؤنو خدماتو څخه په استفادې سره به، له خپلو مشتریانو سره د واتس اپ د مکالمې مدیریت وکړي، د هغوی پوښتنو ته جواب ورکړي او ګټور معلومات لکه د رانیول سوو موادو رسید واستوي.»

د واتس اپ په دغه اعلامیه کي راغلي دي: «تاسو له یوه تجار سره د تلیفون یا ایمیل له لاري اړیکه ونیسی او یا هم د واتس اپ له لاري، هغوی کولای سي وویني چی تاسو څه وایاست او ښايي له دغو معلوماتو څخه د خپلو تجارتي اهدافو له پاره ګټه واخلي چي ښايي دا کار د فیسبوک د اعلانونو د شاملیدو سبب هم سي.»

تلګرام چي د پیغام رسوولو کوډ لرونکي خدمات وړاندي کوي، د واتس اپ د کاروونکو د ورځني استعمال تر شرایطو وروسته د خپلو کاروونکو د شمیر د زیاتیدو شاهد دی.

د تلګرام روسي مسؤل، پاول دوروف د سه شنبې په ورځ وویل چي دغه شبکه د جنورۍ پر اوله ۵۰۰ میلیونه فعال کاروونکي درلودل او ۲۵ میلیونه نور کاروونکي بیا یوازي په تیرو ۷۲ ساعتونو کي د تلګرام شبکې ته داخل سوي دي.»

د واتس اپ خدماتي شبکه څه د پاسه دوه میلیارده کاروونکي لري.

دوروف پرته له دې چي په مستقیم ډول له واتس اپ څخه یادونه وکړي وویل:  «خلک نور نه غواړي خپل خصوصي حریم، د وړیا خدماتو سره تبادله کړي.»

سیګنال هم چي د اړیکو کوډ لرونکي خدمات وړاندي کوي، د خپلو مخ پر ډیریدونکو کاروونکو شاهد دی او د یوه مشهور سرمایه دار تویت، چي له دغي شبکې څخه د استفادې توصیه کړې، د هغه د کاروونکو له زیاتوالي سره مرسته کړې.