1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په نړۍ کې د گرځنده تليفون خرڅلاو کم شوی؟

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

په ټوله نړۍ کې د گرځنده تليفون بازار مخ پر کمېدو دی. دا يوازې پر اپل شرکت صدق نه کوي. سيال شرکت هواوایی هم د امريکا د ولسمشر تر گوزارونو وروسته له ستونزو سره مخامخ دی. سامسونگ وده کړې. فایر فون لا په هلو ځلو بوخت دی.

https://p.dw.com/p/3Oczd
Kenia Warten auf  Papst Franziskus in Nairobi
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Curtis

د تازه شميرو په حواله په ټوله نړۍ کې د پلورل شويو ځيرکو تليفونو شمير يووار بيا ټيټ شوی دی. په تیره بيا د گران بيه موبايل تلیفونو تقاضا کمه شوې ده. د سه شنبې په ورځ د «گارترنر» د بازار څېړنې د انستيتويت له خوا په خپره شوې څېړنه کې زياته شوې چې په مجموعي توگه د ۳۶۸ میليونو ځېرک تلیفونو په خرڅلاو سره د روان کال په دويمه ربع کې د تېر کال په پرتله ۱،۷ فيصده کم ځيرک تليفونونه خرڅ شوي دي.

د شميرو په حواله به سامسونگ کيدای شي په پرله پسې دوه کاله خراب تجارت وروسته، په لومړي ځل بيرته د باراز ونډې وگټي. خو په ارزونه کې زياته شوې چې لا د تیرې اوونۍ په جريان کې د سامسونگ د «فليگ شپ – ايس ۱۰» موبایل تقاضا په کرار کرار پر کمېدو وه.

برعکس د اپل شرکت د آيفونو تقاضا نوره هم کمه شوې ده که څه هم چې شاتگ یې د تېر کال په څېر چټک نه وو. د گارترنر انستيتويت ارزونکی انشول گوپتا وايي چې ظاهراً د نننيو بهترينو او نويو ماډلونو خاوندان هیڅ دليل نه گوري چې پر نويو تليفونو ډېرې پېسې مصرف کړي. د هغه په خبره د منځني قشر ـ تليفون کارونکي کې هم کوم داسې زړه راښکونکي څه نه گوري چې د گرځنډه تليفون کوم گران بيه ماډل رانيسي.

گوپتا وړاندوينه کوي: «زما په آند به د ۳۰۰ او ۴۰۰ ډالرو په حدودو کې قیمت لرونکو موبايلونه ډېر وپلورل شي.»

«بازار به شديد شاتگ وکړي»

د امريکا پر بندیزونو سربيره هم چينايي شرکت هواوایی د نويو مشتريانو په خپلو توانيدلی او په دې سره په ټوله نړۍ کې د لومړي مقام خپلولو هدف ته نزدې شوی دی. په تیره په کورني بازار کې د اپل د دغه سيال تقاضا ډېره زياته ده.

هواوایی شرکت په چين کې د پرمختگ په حال کې دی
هواوایی شرکت په چين کې د پرمختگ په حال کې دیانځور: picture-alliance/A. Chang

د روان کال په دويمه ربع کې د ۵۸ میليونه موبايلونو په پلور سره دغه شرکت د آيفون په مقابل کې کابو ۲۰ ميليونه زيات گرځنده تليفونه خرڅ کړل.

د کارپوهانو په حواله، له دغه چينايي شرکت سره به د امريکا چلن د ځيرکو تليفونو بازار نور هم اغيزمن کړي. که څه هم چې په دې اړه وړاندوينه کيدلی شي چې په تیره بيا سامسونگ او همداراز نور چينايي سيالان یې د مثال په توگه «ژياومي» له دې څخه گټه پورته کړي او د هواوایی د نننيو مشتريانو يوه برخه به جلب کړي، خو گپتا زياتوي: «زه په دې نظر یم چې د هواوایی هغه مشتريان چې د دې تليفون رانيولو ته لاس رسۍ نه لري، په بشپړه توگه به د نورو نقش لرونکو له خوا جلب شي او په دې توگه به باراز نور هم شاتگ وکړي.»

فير فون خپلې هلې ځلې جاري ساتلي

اپل لا اوس هم د بازار ۱۰،۵ فيصده ونډه لري. دويم مقام د «ژياومي» شرکت د ۹ سلنه ونډو په درلودو سره لري.

په نړيوالو بازارونو کې فير فون لا په زرهاو وارې وروسته دی. اپل شرکت هره ورځ تر هغه زيات آيفونونه پلوري لکه دغه هالنډي شرکت چې په تیرو شپږو کالونو کې خرڅ کړي دي.

خو پر دې سربيره هم فير فون خپلو توليداتو ته ادامه ورکوي او اوس یې خپل درېيم ماډل بازار ته وړاندې کړی دی.

BS/NZ (dpa, rtr, afp)

زموږ له آرشيف څخه: