1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په آلمان کې د مسجدونو شمير معلوم نه دی؟

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

دا د حيرانتيا وړ ده چې د آلمان په شان يوه هیواد کې دي چې د هر څه حساب کتاب ساتي او ډېر منظم بلل کيږي، د مسجدونو کره شمير معلوم نه دی. د آلمان له اسلامي کنفرانسه اوس په دې اړه د معلوماتو غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/36DHg
Deutschland Köln Tag der Offenen Moschee
انځور: DW/Julia Vergin

دا چې په آلمان کې څومره مسجدونه شته او يا څومره د جوماتونو ټولنې، هيڅوک نه پوهيږي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هيواد کې هر وخت بحثونه کيږي چې دلته احتمالاً جوماتونه «زيات» دي او يا «ډېر زيات نوي مسجدونه» جوړيږي.

په کولن ښار کې د ترکیې اسلامي ټولني «Ditib» د مسجد تر لانجې وروسته، په آلمان کې اسلامي عبادتځايونه يو ځل بيا د بحث موضوع گرځيدلې ده. دغه مسجد ته په آلمان کې د ترکیې د دولت له خوا د خپل ځواک د ښوولو په سترگه کتل کيږي.

دا چې په آلمان کې څومره مسجدونه، عبادتځايونه او يا د مسجدونو ټولني موجودې دي، په اړه يې يوازې اټکلونه کيږي. د ديني چارو د کارپوه ميشل بلومه په آند دا يو ساده حقوقي دليل لري: «د آلمان د اساسي قانون له مخې حکومت د مذهبي ټولنو له پاره هیڅ مکلفيت نه لري. دا په دې معنا چې مذهبي ټولني اړي نه دي ځان راجستر کړي، او تر څو چې يوه ټولنه راجستر نه وي، عامه قوانين پرې صدق نه کوي.»

مسجدونه او د نور عبادتځایونه

ميشل بلومه زياتوي چې، لکه د مسجدونو شمير چې معلوم نه دی، همدا شان سړی نه پوهيږي چې په آلمان کې څومره بدايي معبدونه شته. په آلمان کې مسجدونه د يوې ټولنې په توگه راجستر کيږي او دا په هغوی پورې اړه چې د Ditib په څير په يوه ستره اتحاديه کې شامليږي او که په بشپړه توگه خپلواکه وي.

کليساوې بيا برعکس دي. کليساوې او همدا راز د يهودانو ټولنې د آلمان د فدرالي احصايي ادارې په «کلني کتاب» کې راجستر دي. کليساوې او د یهودانو ټولنې د آلمان له دولت سره بنسټيز تړونونه لري. خو برعکس د آلمان د فدرالي احصايې ادرې په کلني کتاب کې د «اسلام»، «مسجد» او يا «مسلمان» کليمه نه ليدل کيږي.

د ۲۵۰۰ او ۲۷۰۰ ترمنځ مسجدونه

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شوار د اکتوبر مياشتي په پيل کې ويلي ول چې په دې هيواد کې کابو ۲۵۰۰ مسجدونه موجود دي چې زياتره یې د استوگنې په کورونو او يا د کورنو په حويليو کې جوړ شوي او يوازې کابو ۹۰۰ یې ښکاره دي او له ليري د پيژندلو وړ دي. دلته هم د احتمالاً کليمه کارول شوې ده او دا روښانه نه ده چې په دقيقه توگه د دې ښکاره مسجدونو شمير څو دی.

Berlin Ibn Rushd Goethe Moschee
د برلين د «ابن رشد او گويتې ليبرال مسجدانځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Contini

اسلام د نورو وحدانيت منونکو اديانو په پرتله د مراتبو او رياست لږ سلسلې لري. په اسلام کې يو څو پرهيزگاره ملگري کولای شي راټول شي او يو عبادتځای جوړ کړي. لکه د برلين د ښځو د حقونو د فعالې «ليبرال مسجد».

د روان ميلادي کال تر مي میاشتې پورې د آلمان د پارلمان يوې څيړونکې ډلې په آلمان کې د «مسجدونو او د مسجدونو د ټولنو د مالي تمويل» په اړه څيړنې ترسره کړې او په آلمان کې یې د جوماتونو د کره شمير لانجمنه موضوع هم مطرح کړه.

خو په دې هلکه توضيحات ستونزمن کار دی، ځکه هیڅ رسمي شميرې په لاس کې نه شته چې په حقيقت کې څومره مسجدونه چې ودانۍ هم ولري، موجود دي. «اټکل کيږي چې په آلمان کې د۲۶۰۰ او ۲۷۰۰  ترمنځ مسجدونه موجود دي، چې په بیلا بیل ډول جوړ شوي دي.» زياته شوې ده چې خو يوازې کم یې «په دودیز ډول د يوه مسجد» په توگه شميرل کيدلی شي.

د بېلگې په توگه د موقعيت او يا ودانۍ د ډيزاين پر احساس ښکاري چې يو مسجد دی. خو يو زيات شمېر عبادتځايونه هغه دي چې د کورونو او ودانيو په خالي خونو، په سوداگریزو پارکونو او يا په خالي فابريکو کې جوړ شوي دي.

Deutschland Anklage nach Dresdner Moschee-Anschlag
د دريسدن فاتح جومات چې په ۲۰۱۶م کال کې د يوه بريد هدف گرځيدلی ووانځور: picture alliance/dpa/AP Photo/J. Meyer

 د پارلمان د کارپوهانو ډلې دغه ټول اټکلونه په دې توگه خلص کړي: دوی وايي په آلمان کې «لږ تر لږه له ۲۳۵۵ څخه تر ۲۷۵۰ پورې مسجدونه موجود دي.» د مسلمانانو ټول شمير بيا د ۴،۴ او د ۴،۷ميليون ترمنځ دی چې په دې کې د بيلا بیلو مذهبونو، فرقو، نژادي او سياسي ډلو سره تړاو لرونکي مسلمانانو شامل دي. خو د مسلمانانو اقليت برخه يعني د ۱۵ او ۳۰ فيصده ترمنځ یې په يوه ټولنه کې سره راټول شوي دي. يعني زياتره مسلمانان د کومې مذهبي ټولنې يا اتحادېې غړيتوب نه لري.

د بهرنيو هيوادونو اغیز

په آلمان کې په عام محضر کې ليدل کیدونکي نوي جوړ مسجدونه زياتره یې له دباندي څخه تمويليږي. د بېلگې په توگه د ترکیې او يا د سعودي عرستان له خوا. د ترکیې د ديني چارو اسلامي اتحادیه Ditib تر ۹۶۰ د زياتو ټولنو د رسمي استازيتوب ادعا لري.  

ميشل بلومه په دې اړه وايي: «د اسلامي ټولنې ستره ستونزه داده چې دوی په کافي اندازه پيسې نه لري. ځکه ډېر کم مسلمانان د مسجدونو د ټولنو رسمي غړيتوب ترلاسه کوي.»

د يوه ټولنې غړی د میاشتې يوه معلومه اندازه پيسې بايد ټولنې ته ورکړې، څو پرې د مسجد لگښتونه پوره کړل شي. بلومه زياتوي چې دا ښايي امکان ولري چې د چندې په راټولو سره د يوه کوچني جومات ودانۍ جوړه کړل شي خو دا روښانه نه وي چې د ملا له پاره او د مسجد د نورو مصارفو له پاره به پيسې له کومه کيږي؟

بلومه وايي همدا وجه ده چې د آلمان د اسلامي اتحاديو په منځ کې د ترکیې دولت دومره قوي رول لري ځکه همدوی دي چې امامانو ته معاشونو ورکوي.

د آلمان اسلامي کنفرانس به په روان مني کې، په دې هيواد کې د ۲۰۱۷م کال کې تر پارلماني ټاکنو وورسته خپله لومړۍ غونډه وکړي. په دې ترڅ کې به د ښې احصايې او کره شمیرو موضوع د اجنډا په سر کې ځای ولري.

Christoph Strack (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: