1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي سوريايي مهاجر له جرمني څخه بیرته وزي؟

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

هغه سوريايي مهاجر چي په جرمني کي د پاتېدو اجازه لري، له دغه هيواد څخه بيرته وتل يې ډېر سوي دي. دوی ډیرو د دې علت دا ښوولی دی چي خپلي کورنۍ رابللای نه سي.

https://p.dw.com/p/2vwKS
Jugendlicher Karate-Training
انځور: DW/C. Chebbi

دغه خبره نن پنجشنبه (۲۰۱۸م کال د اپريل ۱۲مه) د جرمني لومړي ټلویزوني چینل- ARD او یوه بل الماني ټلویزوني چینل –NDR خپورکړی دی. ددغه رپوټ پراساس ډیر سوريايي مهاجر په غیر قانوني ډول او تر یوه حده خطرناکو لارو څخه ځانونه ترکيې ته رسوي. هغوی ترکيې ته د ورداخلیدو ویزې هم نه لري. د دوی ډيری حتی مجبوره کیږي چي قاچاقبرانو ته پیسې ورکړي او تر ترکيې پوري یې ورسوي.

په ټولنيزو شبکو، لکه فېسبوک کي په دې منځ کي ځینو گروپونو ځانونه معرفي کړي او ویلي یې دي چي په زرونو سوريايان بیرته له جرمني څخه وتلي او تښتیدلي دي. هغوی د قاچاقبرانو او پیسو د ورکولو په باب هم معلومات ورکړی دی. د مثال په ډول د «ایوروس- Evros » تر رود پوري د یوه نفر انتقال تقریبأ ۲۰۰ یورو کیږي. دغه رود یونان له ترکيې څخه جلأ کوي.

د دواړو تلویزوني چينلونو خبریالانو د یونان- ترکيې په سرحد کي پلټني کړي دي او له ډیرو سوريايانو سره تر ترکيې پوري تللي دي. هغوی له قاچاقبرانو سره هم مرکې کړي دي چي دغه خبر تاییدوي. د هغوی په خبره یوه قاچاقبر ورته ویلي دي چي هره ورځ تر۵۰ انسانانو پوري له اروپا څخه بیرته ترکيې ته راځي، چي اکثره یې سوريايي مهاجر دي او په جرمني کي اقامت هم لري. یوه بل قاچاقبر دوی ته ویلي دي چي له اروپا څخه تر هغه ډیر انسانان انتقالوي، لکه برعکس یې.

په جرمني کي د ملگرو ملتو د مهاجرو د عالي سازمان (UNHCR) کمیسار، دومنیک بارچ هم دغو رسنيو ته ویلي دي چي ددغه شان پيښو په اړه یې اوریدلي دي، بې له دې چي د هغوی کمیت او تعداد معلوم کړي.

دا واقعیت چي ياد مهاجر بيرته له هغي لاري څخه وزي چي پرې راغلي ول، یو «ضد ونقیض حالت» دی. دا چي هغوی په داسي یوه خطرناکه عمل لاس پوري کوي، واضح کوي چي د فامیل او کورنۍ ملاتړ ډېر ورته مهم دی. خو دغه حق ته په جرمني کي اهمیت نه ورکول کیږي او نه ورته تضمینیږي.

بارچ اضافه کوي چي ډیرو هغو سوريايي مهاجرو، چي له  UNHCR سره یې خبري کړي دي او مؤقتي ویزې لري، ورته وعدې ورکړل سوي دي چي د مارچ میاشتي له لومړۍ نیټې څخه کولای سي خپل د کورنۍ غړي راوغواړي. خو هغه بیا بل تاریخ، یعني اگست میاشتي ته وځنډیدل. د بارچ په خبره «دغه مهاجرين طبعأ احساس کوي، چي یوازي پرېښول سوي دي. ځکه دوی دغه خبر حتی تحریري په لاس راوړي وې».

زموږ له ارشيف څخه: