1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

ولي ختيځ او لوېديځ المان اوس هم سره لیري دي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

پخواني صدراعظم ویلي برانت ویلي ول، «هغه څه چي یو دبل سره اړه لري، په گډه سره وده کوي». خو اوس داسي ښکاري چي ختيځ او لوېديځ ډیر لږ جوړ سره راتلای سي. د دیوال تر چپه کیدو ۳۰ کاله وروسته ارواح پیژندونکي په دې باب څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3SYPG
Deutschland Checkpoint Charlie Berlin | Markierung Verlauf der Mauer
انځور: picture-alliance/dpa/T. Brakemeier

د جرمني د حکومت د یوه رپوټ پر اساس ختيځ له اقتصادي لحاظه ډیره وده کړې ده. په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي، «د جرمني د گډي ودي او د ژوندانه د شرایطو د مساوي کیدو په برخه کي له هغه راهیسي تر ډیره حده پوري پرمختگ راغلی دی.» خو د سیاسي او گډ احساس له نظره د هغه برعکس د دوی ترمنځ درزونه نور هم عمیق سوي دي.

داسي چي، د یوې نظر پوښتني پراساس د ختيځ المان ۵۷ فیصده اوسیدونکي خپل ځانونه دوهمه درجه کسان بولي او تقریباً نیمايي یې د دیموکراسۍ د عملي کیدو له میتود څخه ناراضي دي. په دې ډول سره نو د شرقي او غربي برخي د بیرته یووالي ارزیابي یو له بل څخه ډیره لیري کیږي.

د ختيځ المان روانشناس، هانس-یواخیم ماس په دې عقیده دی، چي د آلمان د ختيځ اوسېدونکي د دیموکراتیک المان د تجربو له مخي د دولت څخه یو انتقادي طرز تفکر لري.

د هغه په خبره «په ختيځ کي خلک په عمومي ډول سره د کاپیتالیزم، دولتي مقاماتو او رسنیو په مقابل کي انتقادي نظر لري... له دې کبله د لوېديځ المان د مسلط سیاست پر ضد احتجاجي غورځنگونه موجود دي.«

خو د غربي المان روانشناسه، بیاته کوپر بیا ددې برعکس په دې نظر ده، چي د ډیر وخت له پاره د ختيځ او لوېديځ د جلا کیدو په سبب  «دا طبیعي خبره نه ده، چي شرقي او غربي المانیان اصلأ ځانونه یو ډول وبولي.«

دئ اضافه کوي، چي مشکل په خپله په تفاوتونو کي نه، بلکي هغه دیو «ډله ایز تبعیض» احساس دی. خبره پر «قبولي، په رسمیت پیژندلو، مشارکت او په تصمیم نیولو کي د مساوي حق درلودلو باندي ده«.

عوامپاله حزب تر ټولو دمخه په ختيځ المان کي رايي وړي

شاید دغه جلاوالی تر ټولو دمخه د عوامپاله، ښئ اړخي یا بدیل گوند د انتخاباتي نتایجو څخه ښه واضح کیږي. په داسي حال کي، چي په غربي المان کي د هغوی رایي د لسو فیصدو پر شاوخوا راگرځي، په ختيځ المان کي بيا تر ۲۵ فیصدو پوري رسیږي. دغه خبره د ختيځ المان د براندنبورگ، ساکسن او تورینگ په وروستیو پارلماني انتخاباتو کي څرگنده سوه.

عوامپاله حزب، چي اصلأ د غربي المان څخه شرق ته صادر سوی دی، هلته یې اوس د یوه اعتراضي حزب رول پرغاړه اخیستی دی، چي تر دې مخکي چپي گوند پرغاړه درلود.

د ماتس په خبره دا اشتباه ده، چي عوامپاله حزب ته رایه ورکونکي، ښئ اړخي وبلل  سي.

«په شرقي او غربي المان کي دیموکراسي باید نوره هم وده وکړي»

دهمدې کال په سر کي په یوې انتخاباتي ویدیو کي د زرغون گوند د مشر ددې څرگندونو، چي «موږ ټوله کوښښ کوو، تورینگن یو پرانیستئ، لیبرال او دیموکراتیک ایالت وگرځي.» د آلمان په ختيځ کي د انتقادونو او قهر یوه څپه راوپاروله. ځکه دده دغو اظهاراتو دا تصور رامنځته کړ چي گواکي ټوله تورینگن د هغه په نظر دیموکراتیک نه دی. په همدې ډول سره د سوسیال دیموکراټانو ځینو سیاستمدارانو عین اشتباه گاني کړي دي.

روانشناسه، بیاته کوپر په دې عقیده ده، چي نه د آلمان لوېديځ په ۱۹۴۵م کال کي (د نازي المان تر چپه کیدو وروسته) او نه هم په ۱۹۸۹م کال کي د آلمان ختيځ (د برلین ددیوال تر چپه کیدو او بیرته یوووالي وروسته) د «یوې تکمې» په وهلو سره دیموکراتیک سوي دي. ځکه یې نو په خبره «دیموکراسۍ باید همیشه وده وکړي.» پر دې سربیره دا د تعجب ځای نه دی، چي موږ په ختيځ کي د ځينو دلایلو په سبب تر لوېديځ (د دیموکراسۍ په موضوع کي) ډیر وخت ته ضرورت لرو، ځکه چي د آلمان ختيځ په دې اړه لږ وخت درلود.

پیسې هرڅه نه دي

د زرغون گوند د پارلماني فراکسیون مشره، کاترین گورینگ-ایکهارت، په دې خاطر د ښی اړخي د فشارونو په مقابل کي تر ټولو دمخه په ښو زیربنايي برخو کي د پانگي اچوني ضرورت ویني .دا وايي، «هغه خلک چي په وروسته پاته سیمو کي ورته توجه نه وي سوې او هیر سوي وي، په هیڅ دولت باندي اعتماد نه کوي.

په داسي حال کي چي د ډیرو گوندونو سیاستمدارانو تقریباً په عین ډول سره نظرونه ورکړي دي. د بیاته کوپر په عقیده پیسې ټوله ستونزي نسي حلولای. ځکه په دې وسیلې سره کولای نسو چي د انسانانو تبعیضي احساس له منځه یوسو او نه هم د هغو خلگو ترخې تجربې له منځه وړلای سو، چي تر بیرته یوالي وروسته په ژوندانه کي د ډیرو شیانو د لاسه ورکولو توقع لري.

qs/nz (DW: Christoph Hasselbach)