1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي امريکا نور ميندوارو ښځو ته ويزه نه ورکوي؟

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

په امريکا متحده ايالاتو کي هر ماشوم ته د زيږيدو پر وخت په اتوماتيک ډول تابعيت ورکول کيږي. حکومت څرگنده کړې ده چي په دې وسيله اوس د زيږيدو د سياحت صنعت مخ پر پراخيدو دی.

https://p.dw.com/p/3WkaE
Hebammen
انځور: picture alliance/dpa/F. Von Erichsen

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د نوي قانون له مخي به نورهغو ميندوارو ښځو ته توريستي ويزه ورنه کول سي چي غواړي يوازي په دې هدف دغه هيواد ته ولاړي سي چي هلته خپل ماشوم وزيږوي. دغه نوي قانون به سر له نن جمعې څخه عملي سي.

د دې کار علت دا دی چي په امريکا متحده ايالاتو کي د "Birthright citizenship"  قانون سته. او دا پر ټولو کسانو يو ډول عملي کيږي، دا بې تفاوته ده چي هغوی د کوم هيواد اتباع دي.

دغه ډول پيښې مخ په زياتيدو دي

سپيني ماڼۍ اوس ويلي دي چي »د امريکايي اتباعو خونديتوب بايد وساتل سي«. د امريکا خارجه وزارت دا دليل راوړي، چي مؤقتي سيلانيان پرته له کومو اړيکو ، دغه هيواد ته راځي او هلته کوچنيان زيږوي نو دا د ملي امنيت له پاره يو اوږدمهاله گواښ دی.

وزارت ويلي دي چي، په دې ډول ښايي خارجي حکومتونه او سازمانونه هڅه وکړي چي په امريکا متحده ايالاتو کي خپل لاس رسي ته پراختيا ورکړي او په دې ډول له تر اوسه د اعتبار وړ مقرراتو څخه سؤ استفاده وکړي.

د دغه وزارت د اټکلونو له مخي، هرکال په زرونو کوچنيان په امريکا متحده ايالاتو کي زيږي چي ميندي يي فقط د همدې هدف له پاره د ملاقات يا مؤقتي ويزې اخيستي او امريکا ته راغلي دي. د دغه ډول پيښو شمير مخ پر زياتيدو دی.

خارجه وزارت څرگندوي چي دلته د زيږيدو د سياحت يو جنايتي صنعت وده کړې ده. په دې ډول په خارج کي د شرکتونه له خوا داسي تبليغاتو ته زمينه برابريږي چي په امريکا متحده ايالاتو کي د کوچنيانو زيږيدل گټه کوي، ځکه چي سمدستي تابعيت ترلاسه کوي. د دغو شرکتونو ځينو يې خپل د دغه کار له پاره ۱۰۰ زره ډالر ټاکلي دي.

سپينه ماڼۍ خبر ورکوي چي د دغه ډول ويزو په بندولو سره به له دغه شان سؤاستفادې سره مبارزه وسي.

(Q.P/N.Z(afp,dpa