1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته نوماندانو بیا د غني د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د اپوزیسیون یوه افغان مشر د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا وغوښتل چې ولسمشر اشرف غني، له واکه ګواښه شي او یو سرپرست حکومت رامنځ ته شي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مدیریت په لاس کې واخلي.

https://p.dw.com/p/3L32c
Afghanistan Sicherheitsspitze tritt zurück | Nationaler Sicherheitsberater Mohammad Hanif Atmar
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev

د ملي امنیت پخواني مرستیال او ولسمشرۍ ته نوماند حنیف اتمر، وویل چې د افغانستان اوسنی حکومت، غیر مشروع، مفسد او ظالم دی. د اتمر د انتخاباتي ډلې یوه غړي غلام قادر سکندري، ویلي دي چې د سه شنبې ورځې په غونډه کې د ولسمشرۍ له پاره د ۱۸ نوماندانو له ډلې څخه ۱۱ تنه یې حاضر ول. د هغه په خبره دې غونډې ته په زرونو کسان راغلي ول.

د اپوزیسیون ګوندونه او ولسمشرۍ ته نوماندان غواړي چې ولسمشر غني له دندې ګوښه شي، ځکه په په خبره يې د ولسمشر قانوني موده د مې میاشتې پر۲۲مه نیټه پای ته رسیدلې ده. خو ولسمشر بیا وایي چې ستري محکمې پریکړه کړه ده چې دی او کابینه یې د بل ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې په واک کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشریز نوماندان ادعا کوي چې ستري محکمې د فشارونو په پایله کې دغه پریکړه کړې ده. ولسمشر غني هم د سپتمبر میاشتې له پاره پلان شویو ټاکنو ته ځان نومولی دی.

ولسمشر غنی تر دې مخکې په وار وار سره ویلي دي چې د یوه سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه قانوني او حقوقي بنسټ نه لري.

(ms/nz /(dpa