1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر حبيب منګل سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د 1388 كال د ولسمشرۍ نوماند ډاكتر حبيب منګل په 1327 هجري لمريز كال كې د خوست ولايت د ستر كوټ په ولسوالۍ كې زيږيدلى او څلور اولادونه لري.

https://p.dw.com/p/J2ji
ولسمشرۍ ته کاندي ډاکټر حبيب منګل د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهال
ولسمشرۍ ته کاندي ډاکټر حبيب منګل د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهالانځور: DW

پوهنوال محمد داوود روش چې د پروان په ولايت كې زيږيدلى او ميرمن نفس جهد چې د بدخشان په ولايت كې زيږيدلې د حبيب منګل د لمړي او دويم مرستيالانو په توګه نومول شويدي . ډاكتر حبيب منګل د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې دويچه ويلې ته خپل د كاري پروګرامونو او تګ لارې په هكله مالومات وركړل.

دويچه ويلي : ښاغلى ډاكتر حبيب منګل څرنګه چې پوهيږئ په افغانستان كې ورځ په ورځ امنيت ټكنى كيږي د امنيت د راوستلو په برخه كې به ستاسې پروګرامونه څه وي ؟

منګل : د پيروزۍ په صورت كې به زما د كار او فعاليت اوكړه اساسي مسله د امنيت تامينول وي او په دې برخه كې به اول زه د ناامنئ د بهرني لاملونو په رفع كولو كې ټاكلي اقدامات تر سره كړم په دې مانا چې په افغانستان كې به د تروريزم د بندولو او د هغه د صادرولو په هكله اقدامات تر سره كړم . په داخلي برخه كې به زه هڅه وكړم چې ډير ژرد افغانستان د دولت دفاعي قابليت ته ارتقا وركړم چې لوړ شي ټينګ شي او په مركز كې ملي اردو ، پوليس او امنيتي ارګانونه قوي شي تجهيز شي او په كمي او كيفي توګه وده وكړي .

دويچه ويلي : ښاغلى ډاكتر له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه دريځ لرئ؟

منګل : زما د امنيت د ټينګولو په برخه كې لكه د مخه مې چې وويل يوه خبره يا يو كار به دا وي چې بهرنيو ځواكونو ته به يو حقوقي چوكاټ جوړ كړم او دا به د افغانستان د دولت او د بهرنيو ځواكونو ترمنځ د يوې معاهدې په وجود كې بايد دا حقوقي وضعيت تثبيت شي چې په دې كې د بهرنيو ځواكونو حضور، دوام او د دوى د فعاليت حدود تثبيت شي او مركزي ټكى به دا وي چې بهرني ځواكونه به د افغانستان د امنيتي پوځي ستراتيژۍ په چوكاټ كې فعاليت كوي او د افغانستان ملي حاكميت ته به درناوى كوي او د پخپل سرو عملياتو څخه به لاس اخلي .

دويچه ويلي : د افغانستان دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه پروګرام لرئ ؟

منګل : زه به د ملي پخلاينې پروګرام چې په شپيتمو كلونو كې زمونږ تير حاكميت د افغانستان جمهوري دولت طرح كړى ؤ ، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هغه ملي روغې جوړې ته به دوام وركړم وسله والو مخالفينو ، اسلامي ګوند او طالبانو ته به بلنه وركړم چې د خبرو اترو ميز ته راشي او ټوپك كيږي . زه به يو اړخيزه اوربند اعلان كړم او د دوى نه به وغواړم چې اوبند ومني او مخامخ مذاكراتو ته لاړ شو خو يو اصولي شرط لرمه چې هغه د افغانستان د اساسي قانون بنيادي ارزښتونو ته او د ولسواكۍ ارزښتونو ته درناوى كيږئ .

دويچه ويلي : په افغانستان كې د اقتصادي بحران د مخنيوي په هكله څه پروګرامونه لرئ د بيلګې په توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخو كې ؟

منګل : زه د دولت په اقتصادي سياستونو له سره كتنه وكړم او هغه به دا وي چې زه به د آزاد بازار د اقتصادي سيتم تر څنګ د دولت مداخله په اقتصادي ژوند كې تامين كړم او دولت بايد د اقتصاد په ټولو برخوكې د لورى وركوونكى نقش ولري او تامين به يې كړم او د اقتصادي ټولو سكټورونو د دولتي سكټور ، خصوصي سكټور ، مختلط سكټور ،كوپراتيفي سكټور متعادلې ودې ته به زمينې برابرې كړم او ټول سكټورونه به معينې عرصې د اقتصادي فعاليت ولري او په دې برخه كې به ملي سرمايه دارانو او ملي سوداګرو ته هم توجه وكړم خو ټول هدف به د اقتصادي سياستونو د اقتصاد هماهنګ اوچټكه وده وي د داخلي توليداتو لوړول به وي او د دې لپاره به زه خارجي او كورني پانګه ونې تشويق كړم او په اول قدم كې به د افغانستان د كرهڼې صنعتي كولو ته او د اوبو سيستم او د اوبو لګولوپه برخه كې به لازم اقدامات تر سره كړم .

دويچه ويلي : ښاغلى منګل ستاسې بهرنى سياست به په كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

منګل : د بهرنى سياست په برخه كې زه به د عدم انسلاك سياست ته په تدريج سره ګذار وكړم او د سيمې او ګاونډيو هيوادونو سره به د هغه تاريخې علايقو په اساس چې وجود لري د همكارې او متقابلا مفيد اقتصادي سياسي همكارۍ سياست غوره كړم او ټول هغه عوامل چې د ګاونډيوهيوادونو تر منځ يې د عدم اعتماد فضا رامنځ ته كړيده د دغې د رفع كولو لپاره به كار وكړم . افغانستان به د ګاونډيو هيوادونو په منځ كې د همكارۍ په يو پل بدل كړمه اوهغه ټول سوء تفاهمات يا هغه اختلافات يا هغه ستونزې او ناخوالي چې په تيرو دريو لسيزوكې د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو په منځ كې پيدا شوي د هغو د رفع كول لپاره به كار وكړم اوهڅه اوهاند به وكړم .

دويچه ويلي : د ډيورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ يوه لانجه منه ستونزه پاتې شويده د دغې ستونزې د حل كولو په موخه څه دريځ لرئ؟

منګل : له بده مرغه بايد ووايو چې د ډيورند كرښه لكه خنجر زمونږ هيواد يې سره بيل كړى دى او يوه برخه زيات افغانان هغې خواته پاتې شويدي او افغانستان يوه برخه خاوره زمونږ نه بيله شويده او دا يو تاريخي حقيقت دى خو د دې مسلې حل زه فكر كوم په سوله ايزه توګه د دواړو هيوادونو د ګټو پرمبنا حل شي او د دغه حل بايد د دواړو هيوادونو اولسونه تر سره كړي .

دويچه ويلي : د بيان د آزادۍ او د رسنيو د پرمختګونو په اړوند څه فكر كوئ؟

حبيب منګل : يوه لويه لاسته راوړنه په تيرو اوو كلونو كې د اوسني نظام همدغه د بيان آزادي ده چې رامنځ ته شويده له دې څخه نه يواځې دا چې د يوې لاسته راوړنې په توګه بايد استقبال وشي بلكې د دې د تثبيت او ساتنې لپاره هڅه او هاند وشي او نور هم د بيان آزادي تامين شي او د افغانستان دولت په دې برخه كې بايد د قانون اساسي په چوكاټ كې خپل مكلفيتونه تر سره كړي كه زه واك ته ورسيدم نور به هم د بيان د آزادۍ چې د ډيموكراسۍ يو اساسي اصل تشكيلوي د دې لپاره به پراخې هڅې وكړم او هغه به تحكيم او نور به هم پراختيا وركړم .

دويچه ويلي : د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ ؟

حبيب منګل :ښځه تر هر څه دمخه انسان دى . هغه ټولنه پرمختللې اوهغه هيواد ته پرمختللى اومدني هيواد ويلى شو چې ښځه يې د اساسي انساني او مدني حقونو څخه برخه منه وي . زما د پروګرام او زما د حكومت اساسي دنده به دا وي چې د ښځو حقوق په كامله توګه تامين شي.

دويچه ويلي : په افغانستان كې د بيلابيلو قومونو تر منځ د برابر او مساوي حقونو په اړوند څه دريځ لرئ ؟

حبيب منګل : افغانان د تاريخ په اوږدو كې يو موټى ملت ؤ زه به د افغانستان د اوسيدونكو د ملي يوالي او برابرۍ لپاره به هڅه او هاند وكړم او په دې برخه كې به د ټولو وروڼو قومونو ګډون په سياسي ، اقتصادي ، ټولنيزاو ټول عرصو كې به هڅه اوهاند وكړم .

دويچه ويلي: د وروستۍ پوښتنې په توګه د چاپيريال ساتنې په برخه كې به ستاسې راتلونكى پروګرامونه څه وي ؟

حبيب منګل : افغانستان مخصوصا د كابل ښاراو ټول لوى مراكز د چاپيريال له يو ډول فاجعې سره زه فكر كوم مخامخ دي . همدا اوس په كابل كې څه كم د پنځو ميليونو خلكو د اوسيدنۍ په محيط كې تاسې خپله وينئ چې د موټرو د ګاز او نورو ككړتياوو له امله يو فاجعې خطر يې رامنځ ته كړى . همدا څو ورځې د مخه د عامې روغتيا وزير هم دا خبره د خلكو روغتيا ته يو ګواښ وباله . د چاپيريال د ككړوالي مسله ډيره جدي مسله ده او په دې برخه كې به زه هم لازم اقدامات تر سره كړم .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب